کابل ټکی کام ۱۱حمل/۱۳۹۵، ارین خان
د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي رسنیو ته ویلي دي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله د نامبیا کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې په موخه هندوستان ته ځي.
فضلي وویل، دغه سیالي به د اپرېل میاشتې په ۳مه نېټه پيل شي.
فضلي زیاته کړه، دغه سیالۍ چې د اې کپ یا انټرنېشل کانټنینټل نوم لري، څلور ورځې به دوام کوي.
باید ووایو، چې افغان ملي لوبډله د روان کال په شل اوریز جام کې د یوې سیالۍ په ګټلو خپل کور ته راستون شو، او په کابل کې یې تود هرکلی وشو.

















