قالیباف د چین په چارو کې د ایران ځانګړی استازی وټاکل شو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۵ل)

د تسنیم خبري اژانس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې محمد باقر قالیباف په دې وروستیو کې د چین په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
سرچینو ویلي، د ښاغلي قالیباف د نوې دندې د صلاحیتونو کچه د پخوانیو ځانګړو استازو له مسئولیتونو سره توپیر لري او پراخ واکونه به ولري.
د راپور له مخې، نوموړی د ایران د ولسمشر په وړاندیز او د ایران د رهبر په تایید سره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی او د چین اړوند چارو مسئولیت به پر غاړه ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button