عراقچي: جګړې ته ستنېدل به امریکا له تاریخي ماتې سره مخ کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” د امریکايي ولسمشر “ټرمپ” د ګواښونو په غبرګون کې ویلي، چې جګړې ته ستنېدل به امریکا له تاریخي ماتې سره مخ کړي.
عراقچي ویلي، چې د ایران وسله‌والو ځواکونو پرمختللې اېف-۳۵ الوتکې نسکورې کړې او امریکا ته یې میلیاردونه ډالر زیان اړولی دی.
د عراقچي په خبره ایران د جګړې پر مهال مهم درسونه زده کړي دي.
بلخوا ټرمپ ویلي، پر ایران پلان شوی پوځي برید یې د خلیجي هېوادونو په غوښتنه د مذاکراتو لپاره ځنډولی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button