د اختر په مناسبت د اسلامي امارت د زعیم پیغام؛ مسوولین دې د خلکو خدمت، د کډوالو ستونزو او د بې‌وزلو لاسنیوي ته جدي توجه وکړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت زعیم شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ټولو مسلمانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د عباداتو، قربانۍ، حج او خیرات د قبولۍ دعا کړې او ويلي دي چې د انسان د ژوند اصلي موخه د الله تعالی بندګي او د دین عملي کول دي.

هغه د قرآن او حدیث په رڼا کې د قربانۍ فضیلت ته اشاره ويلي چې دا عمل د الله په نزد له محبوبو عباداتو څخه دی.

نوموړي په خپل پیغام کې د اسلامي امارت د نظام ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د شرعي نظام تر سیوري لاندې د خلکو د حقوقو د خوندیتوب، د ظلم د مخنیوي او د عدالت د تأمین هڅې روانې دي.

نوموړي له مسوولینو غوښتي چې د خلکو خدمت، امنیت، د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه او د بې وزلو لاسنیوي ته جدي پام وکړي، همدارنګه یې له شتمنو غوښتنه کړې چې له اړمنو سره مرسته وکړي او د اختر خوشحالۍ ورسره شریکې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button