د کوټې کنټ نه وتونکي اورګاډي چاودنه کې ۱۶ کسان وژل شوي، ۲۰ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د چمن پاټک ته نږدې د مسافرو پر ډک اورګاډي زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې د وروستیو راپورونو له مخې ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، د ټپیانو له ډلې د اتو کسانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.
سیمهییزو رسنیو ویلي چې د چاودنې له امله د اورګاډي یو واګن بشپړ ویجاړ شوی او شاوخوا ودانیو او موټرو ته هم زیان رسېدلی دی.
راپورونه زیاتوي چې څو واګنونه له پټلۍ هم وتلي او د پېښې په سیمه کې د ډزو او احتمالي ځانمرګي برید په اړه ادعاوې هم شوې دي، خو تر اوسه دا معلومات خپلواکه نه دي تایید شوي.



