د معیار او کیفیت اداره: له شېخ ابو نصر فراهي بندره ۵۲.۸ ټنه بېکیفیته ودانیز اوسپنه بېرته وګرځول شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د معیار او کیفیت ادارې د شېخ ابو نصر فراهي په بندر کې د ودانیزو توکو یوه لویه محموله، چې ټول وزن یې ۵۲.۸ ټنه او نبشي ډوله اوسپنه پکې شامله وه، د بېکیفیتۍ له امله بېرته له هېواده خارج کړې ده.
یاد توکي له لازمې ازموینې وروسته د افغانستان د کورنیو معیارونو سره په ټکر کې وموندل شول او د هېواد بازارونو ته یې د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.
دغه اداره وايي، د وارداتي توکو د کیفیت د څارنې او تثبیت بهیر به په جدي، مسلکي او دوامداره ډول روان وي، څو بازارونو ته د غیرمعیاري موادو د داخلېدو مخه ونیول شي.



