کابل ټکی کام ۱۲حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د روسیې بوریشیا جمهوریت کې څېړونکي وايي، کولین ماډسین نومي امریکايی چې ۲۵ کاله عمر یې درلود، د مارچ په ۲۷مه نېټه د سایبریا په یوه غرنۍ سیمه کې په ډېره سړه او کنګا هوا کې نادرکه شوی دی.
د روسیې رسنیو ویلي دي، چې دا مهال پولیس د دغه امریکایي په لټه کې دي.
د روسیې رسنۍ وایي، چې میډسن د ساین د غرونو د لمنې په یوه غرنۍ کلیواله سیمه کې له خپل مېلمستون څخه بې درکه شوی دی.
د روسیې د رسنیو له قوله، میډسین په مسکو کې د ژبو د دولتي پوهنتون زدکوونکی وو، چې په روسۍ ژبه یې روانې خبرې کولې.


















