په ۲۰۱۵ز کې فيسبوک څومره ګټه وکړه؟

عام خلک وايي، چې ساينس پوهانو د ولس لپاره ډېر خدمتونه ترسره کړي؛ خو دا پوهان ورسره خپله ګټه هم په نظر کې نيسي، که پوښتنه وکړل شي چې فيسبوک به د کال څومره ګټه ولري؟

څوک به يې هم ګټه ونه مني؛ خو د معلوماتو له مخې په تېر ۲۰۱۵کال کې فيسبوک تر۱۸۰مليونو ډالرو زياته ګټه کړې ده، چې د ۲۰۱۴په پرتله پکې ۴۰٪ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د تېرکال په نسبت د فسبوک په ګټه کې زياتوالی په دې راغلی ، چې هره مياشت د فيسبوک استعمالوونکي زياتېږي.

په نړۍ کې دفيسبوک استعمال هر وګړي څخه د سوشل نيټ ورک سايټ په وسيله يو نيم ډالر ګټه لاس ته راځي ، چې دزيات استعمالونکي شخص څخه دسوشل نيټ ورک سايټ په وسيله تر دوو ډالرو پورې هم ګټه لاس ته راځي ، څومره چې په نړيواله کچه دنيټ استعمالوونکي زياتېږي هغومره دفيسبوک او ورته بريښنايي وسايلو په استعمال کې هم ګڼه زياتېږي.
په نړيواله کچه دسايټ يا نيټ ورک داستعمال له امله زياته ګټه امريکا او لندن حخه ترلاسه کېږي چې شپه او ورځ پکې له نيټ څخه استفاده کېږي.

په امريکا او لندن کې دا ډول کسان شته چې فيسبوک ادارې ته يې دکال تر ۱۲ډالرو پرې ګټه رسېږي ، خو د کمپنيو مالکان وايي، چې اوس دسمارټ فون د استعمال له امله ګته زياته شوې ده .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button