دوشنبه, مې 4, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د جهاد فقهي مسائل (اومه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مارچ 31, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
17
ځلې شریک شوی
210
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله

ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

د جهاد منصوصي اصول

هغه منصوصي اوامر او نواهي چې د خداى جل جلاله په لار کې د جهاد د طرزالعملونو کړنلاره ټاکي د جهاد د منصوصي اصولو په نامه ياديږي، دغه اصول چې خداى تعالى په قران مجيد کې په ښکاره توګه بيان کړي د ډير لوى اهميت حامل دي، د دې اصولو له پلي کولو څخه پرته مومن مجاهد نشي کولاى متوقع کاميابي او فتح ترلاسه کړي، نو اوس  غواړو د خپلو  مجاهدينو وروڼو د ديني پوهې د لا زياتوالي لپاره نوموړي اصول  په لنډو ټکو کې په مختصر ډول راونغاړو :

(١) د جهاد لپاره نظم جوړول

يعنې اهل د کار ته دنده سپارل، په دې هکله خداى تعالى فرمايي )إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا( (سورة النساء  آية ٥٨)

ژباړه: بيشکه الله جل جلاله امرکوي په تاسو اې مومنانو د دې چې وسپارئ تاسې امانتونه اهل د اماناتو ته، وائي په جهودانو کې دا عادت ؤ چې په امانتونو کې به يې خيانت کاوه او د خصوماتو په فيصلو کې به يې رشوتونه اخيستل او په نورو اسبابو سره به يې د يوه پلو (جانب) لحاظ او خاطر کاوه او د حق په خلاف به يې حکمونه کول، نو ځکه  مسلمانان له هماغسې چارو ځنې ممنوع ګرځول شوي دي.

منقول دي چې د مکې شريفې د فتحې په ورځ  رسول الله صلی الله عليه وسلم اراده درلوده چې  بيت الله شريف ته دننه ننوځي، د کعبې شريفې کيلي (مفتاح) د کعبې شريفې له ساتونکي حضرت عثمان بن طلحة رضی الله عنه سره وه، هغه د کيلي (مفتاح) له ورکولو څخه انکار وکړ او حضرت على کرم الله وجهه د ده له لاسه کيلي (مفتاح) په زوره واخيسته، ور يې  پرانيست، کله چې د الله تعالى رسول صلی الله عليه وسلم د کعبې شريفې نه د باندې ووت نو حضرت عباس رضی الله عنه وغوښتل چې دا د بيت الله شريفې کيلي دې ماته راکړل شي، په دغه وخت کې دلته دا آيت مبارک نازل شو او کيلي (مفتاح) بيرته همغه حضرت عثمان بن طلحة رضی الله عنه ته وسپارل شوه او تر نن ورځې پورې هماغه کيلي له همغې کورنۍ سره پاتې ده، حضرت عثمان بن طلحة رضی الله عنه به تل وئيل که زه پوهيداى چې (رسول الله مبارک) کيلي غواړي نو کيلي به مې ترې منع کړې نه واى (تفسيرکابلې ص ٥١٩ ج ١)

خو په عمومي ډول ويل شوي چې له امانت څخه مطلب هغه شرعي دنده ده چې مسلمان ته ورسپارل کيږي، کله چې د يوه مسئوليت او دندې د اجراء لپاره څوک انتخابيږي بايد چې هغه اهل دکار وي او وکولى شي چې د کار له عهدې څخه په اساني ووځي، له دې پرته په ټولنه کې کار غير اهلو ته سپارل هغه فساد منځته راولي چې مخنيوى يې ډير ګران دى، په دې هکله رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه حديث کې فرمايي (اذا وسدالامرالى غيراهله فانتظرالساعة) يعنې هر کله چې کار نا اهلو ته وسپارل شى بيا د قيامت انتظار وکړى، يا دا چې دا د قيامت له علامو ځنې يوه علامه ده چې هر کله کار غير اهلو ته سپارل کيږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه کيلي (مفتاح) ځکه حضرت عثمان  بن طلحة رضی الله عنه ته بيرته ورکړه چې هغه  اهل د کار ؤ، په هر مسلمان دا لازمه ده چې کار اهل د کار ته وسپاري، امير به داسې قوماندان غوره کوي چې اهل د قوماندانى وي، قوماندان به داسې سرګروپ کار ته مخامخ کوي چې اهل د سرګروپي وي، او  سرګروپ به داسې مجاهدين له ځان  سره کوي ترڅو د دغه دروند مسئوليت له عهدې څخه ځان  ويستلاى شى.

(۲) شورى

شورى يا مشوره کول د اسلام له مهمو ارکانو څخه شميرل کيږي، خداى تعالى پيغمبر عليه السلام ته د خپلو صحابؤ په هکله فرمايي )وشاورهم فى الامر( اې پيغمبره ! ته له صحابؤ کرامو رضی الله عنهم سره په هر يوه کارکې مشوره وکړه، پيغمبر عليه السلام هم هميش د همدغې موضوع  په ارتباط پافشاري کړې، هغه به د تل لپاره په جنګي، جهادي او نورو امورو کې له خپلو صحابه ؤ رضی الله عنهم سره مشوره کوله او هر يوه صحابي به پيغمبر عليه السلام ته داسې تسله ناکې مشورې ورکولې چې د مسلمانانو روح به پرې تازه کيده، ځينو به وئيل که ته چيرته بحر ته ځان غورځوې مونږ به ځان و نه سپموؤ، ځينو نورو به وئيل مونږ د موسى عليه السلام د قوم په څير نه يو چې خپل پيغمبر ته يې ووئيل ته او د ستا خداى ولاړ شى او اوجنګيږى، مګر مونږ وايو ته صلی الله عليه وسلم ځه مونږه درسره يو، ستا له مخې، ستا تر ښي اوکيڼې خوا مونږ جنګييږو.

د احد په ورځ يې له صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه مشوره وغوښته چې له مدينې منورې څخه ووځي که پاتې شي، اکثره صحابه ؤ وويل چې بايد ووځو، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم همغه شان فيصله وکړه، همدغه راز يې د حديبيې په ورځ له ابو بکرصديق رضی الله عنه سره مشوره وکړه، حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه په جواب کې وو يل : مونږ خو د جنګ کولو لپاره نه بلکې د عمرې لپاره راغلي يو، دا خلک بيا ولې زمونږ مخالفت کوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم به ابوبکر رضی الله عنه او عمر رضی الله عنه ته وئيل کله چې تاسې په کومه موضوع کې مشوره راکړى زه به له هغې څخه مخالفت ونکړم، حضرت على (کرم الله وجهه) وايي ما له نبى کريم صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې عزم څه ته وائي؟ هغه جواب راکړ د رأيې له خاوندانو سره مشوره او بيا په هغې عمل کول، همدغه  راز حضرت على (کرم الله وجهه) وايي ما له نبى کريم صلی الله عليه وسلم څخه پو ښتنه وکړه د هغو مسايلو په باب چې په قران او حديث کې ونه موندل شي څه وکړو؟ هغه په جواب کې وويل له خداى جل جلاله ويريدونکو پوهانو سره مشوره وکړئ (مجمع الزوائد).

 نو د اسلامي لښکرو قوماندانو ته ښائي چې خپل ټول مسائل له اهل نظرو علماؤ، پوهانو او دانشمندانو څخه له مشورې کولو وروسته حل او فصل کړي.

د همدغې موضوع پاتې برخې په راتلونکو ليکنو کې ولولئ انشاء الله

مخکینې مطلب

روسي پولیس د هغه امریکایي زدکوونکي لټه کوي، چې درې ورځې وړاندې په یوه غرنۍ سیمه کې ورک شوی وو

بل مطلب

سوېډن:د پولیسو له لورې پر لانډوېټر هوايي ډګر د چاودنې موخه د شکمنو پاکټونو له منځه وړل وو

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com