کابل ټکی کام ۱۲حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
نړیوالو خبري رسنیو خبر ورکړی دی، چې د سوېډن هېواد پر یوه هوايي ډګر لانډوېټر چاودنه شوې ده.
ویل کیږي، چې چاودنه د پولیسو له لورې شوې ده، چې موخه یې د شکمنو پاکټونو له منځه وړل وو.
د رسنیو د خبر له مخې چې هوايي ډګر خالي شوی، او پولیس هغه شکمن پاکټونه له منځه وړي، چې په هوايي ډګر کې موندل شوي دي.
د سوېډن دغه هوايي ډګر تر ټولو دویم لوی هوايي ډګر بلل کیږي.
د پولیسو ویاند پيټر الدرسن رسنیو ته ویلي دي، چې د چاودنې د خبر په ترلاسه کولو سره یې امنیتي تدابیر کلک کړي دي.
په پېښه کې هېچاته هم زیان نه دی اوښتی.


















