کابل ټکی کام ۱۲حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د سومالیا پلازمینه موګادیشو کې د ترکانو د یوه ښوونځي پر بس چاودنه شوې ده، چې له کبله یې ۶ کسان وژل شوي دي.
خبرونه وايي، چې چاودنه د ترکانو ښوونځې ته څېرمه شوې ده.
د خبرونو پر اساس، چاودنه چې د نا څرګندو وسله والو له خوا ترسره شوې ده، په اړه یې څېړنې پیل شوي دي.
ویل کیږي، چې له برید څخه وروسته د افریقا د سوله ساتي ځواک له لورې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزرات هم د دغې چاودنې پخلی کړی دی، او په سختو ټکو یې غندلی ده.


















