کابل ټکی کام ۱۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د جوزجان ولایت امنیتي مسئولین وایي، چې یوه اته کلن ماشوم له یوې لس کلنې ماشومې سره د لوبې پر مهال د ګلولې د چاودنې له کبله دغه لس کلنه ماشومه وژل شوې ده.
د جوزجان ولایت د امنیه قومندان د جرایمو سره د مبارزې رئیس عبدالهادي رحماني رسنیو ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت مرکز شبرغان کې داسې مهال را منځته شوه، چې دواړو ماشومانو په خپل کور کې له ټوپک سره لوبې کولې.
رحماني زیاته کړه، چې دا مهال دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده.


















