کابل ټکی کام ۱۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له پکتیا ولایت څخه خبري منابع وايي، چې تېره ورځ امریکایي عسکرو د افغان عسکرو په ملتیا د زرمت ولسوالۍ د سهاکو او چهارکلا سیمو دوکانونه په بمونو والوځول، او ټول دوکانونه یې له خاورو سره خاورې کړل.
د خبرونو پر اساس، امریکایي او افغان عسکرو چې له ډېر وحشت څخه یې کار واخیستو، د دوکانونو د الوځولو سربېره یې په سیمه کې ملکي وګړي ډبولې او ځورولي دي.
ځايي خلکو رسنیو ته ویلي دي:
«لومړی عسکر راغلل، او په دوکانونو کې یې درانده منفجره مواد ځای پر ځای کړل، او بیا یې وروسته انفجار ورکړ، چې له کبله یې د ټولو دوکانونو ودانۍ او پکې خوراکي مواد د خاورو سره خاورې شول.»
د یادولو ده، چې د روانې میاشتې (حمل) په ۱۰مه نېټه هم د بګرام هوايي ډګر ته څېرمه یوه امریکایي پوځي یو عام افغان ځوان وواژه، همدا راز د روانې میاشتې (حمل) په ۹مه نېټه د هلمند ولایتي شورا خبر ورکړ، چې د یوې پوستې تور هلک نومي قومندان د طالبانو له برید وروسته ۱۹ عام ملکي وګړي ووژل، او ۱۷ نور يې ټپیان کړل.


















