د ايمان مسائل (شپږمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

که مې فلانى کار وکړ نو کافر به يم، د داسې ويلو حکم څه دى

پوښتنه : که يو چا وويل : که چيرته مې فلانى کار وکړ نو کافر به يم، او هماغه کار يې وکړ، يا يې په هيره کومه بله کفريه جمله وويله (د کفر حاصلولو په غرض يې ونه ويله) نو آيا په داسې صورت کې داسې کس کافر کيږي او که نه؟.

ځواب : که چيرته کوم کس داسې ووايي : که مې فلانى کار وکړ نو کافر به يم، نو په همدومره ويلو سره نه کافر کيږي، او که چيرته يې هماغه کار وکړ بيا هم نه کافر کيږي، مګر په هغه وخت کې کله چې په دې پوهيږي چې د همدغه کار په کولو سره په رښتيا هم کافر کيږم او بيا هم په کفر باندې خوښ وو او هماغه کار يې وکړ ([1]).

يوازې په زړه کې د خيال په راتلو سره ګناه نشته

پوښتنه : که چيرته په زړه کې کوم بد خيال راشي او په ژبې سره څه ونه ويل شي، آيا په دې سره هم انسان ګنهګاريږي؟.

ځواب : د خيالاتو راتلل د انسان له اختيار څخه د باندې دي، لهذا په زړه کې د ګناه د خيال په راتللو سره انسان نه ګنهګاريږي، تر څو يې چې په هغه باندې عمل نه وي کړى ([2]).

د لمانځه نه کوونکى کافر دى او که نه

پوښتنه : کوم کس چې له شرعي عذر پرته لمونځ نکوي، د داسې کس حکم څه دى؟ آيا هغه ته کافر ويل کيږي او که نه؟ او که چيرته کافر وي نو آيا له همداسې کس سره هم په تعلقاتو کې د مشرکينو په څير حکم دى؟.

ځواب : د درمختار له عبارت څخه معلوميږي هر څوک چې قصداً لمونځ نکوي خو په دې شرط چې په لمانځه پورې استهزاء نکوي نو د حنفيانو په نزد کافر نه دى، بلکې فاسق دى، د کوم چې سزا دا دى چې دومره دې ووهل شي تر څو يې چې له بدن څخه وينې روانې شي، بيا دې بندي کړل شي تر دې چې مړ شي، يا توبه وکاږي، او د امام شافعي رحمه الله، امام مالک رحمه الله او امام احمد رحمه الله په نزد د همداسې کس سزا مرګ دى، او د حنابله ؤ په نزد مختار دا دى چې قصداً د لمانځه نه کونکى کافر دى، مګر دا خبره ضروري ده چې د همدغو سزاګانو اختيار عامو خلکو لره نشته، بلکى دغه ټول کارونه امام ته سپارل شوي دي، البته نا بالغه اولاد يا غلام ته خپل پلار او خپل بادار هم سزا ورکولى شي، مګر د قتل اختيار دوى لره هم نشته، عامو مسلمانانو ته د لمانځه له نه کونکو سره دوستانه تعلقات ساتل نه دي پکار، له هغوى سره دې خوراک هم نکوي، تر څو چې زجر حاصل شي، لکه چې فقهاء کرامو د لمانځه نه کونکې ښځې ته طلاق ورکول مستحب ليکلي، سره له دې چې طلاق ابغض المباحات دى ([3]).

د ژبې اقرار او د زړه يقين څه ته وايي

پوښتنه : د ژبې اقرار او د زړه يقين ته څه وايي؟

ځواب : د ايمان راوړل ورته وايي ([4]).

کوم کس چې د نشې په حالت کې مړ شي د هغه د ايمان او د جنازه حکم

پوښتنه : يو شراب خور مسلمان که د شرابو په نشه کې مړ شي نو د هغه ايمان په ځاى دى او که نه؟ او په هغه د جنازه لمونځ صحي دى او که نه؟.

ځواب : د شرابو په نشه کې په مړ کيدلو سره ايمان نه زايله کيږي، ايمان په کفر سره زايله کيږي، او دا د کفر کار نه دى، بلکې معصيت کبيره (ګناه کبيره) دى، پس داسې کس مسلمان دى او د هغه دې د جنازې لمونځ وکړى شي، البته د زجر او توبيخ لپاره دې عالم، مقتداء او د جامع جومات امام دې د داسې کس د جنازې لمونځ نکوي، عام مسلمانان دې لمونځ وکړي او ښخ دې کړي، او که چيرته پرته له جنازې ښخ کړى شي نو په دې باندې ټول ګنهګاريږي ([5]).

په ټوقه کې خپل ځان ته د کافر ويلو حکم

پوښتنه : که چيرته يو کس د ټوقو او ګپ شپ په وخت کې خپل ځانته کافر ووايي او داسې ووايي چې زه کافر يم، پوښتنه دا ده چې په دغه ډول ويلو سره هغه کافر کيږي او که نه؟.

ځواب : په خپل اختيار او اراده سره خپل ځانته کافر ويل کفر دى، دا ډول ټوقه کول د اسلام دين ته د هيڅ اهميت نه ورکولو دليل دى، لهذا په دغه کس باندې لازمه ده چې سمدستي توبه وکاږي، د ايمان له نويو کولو سره سره نکاح هم نوې کړي ([6]).

کوم مسلمان چې د غلا کولو يا د زنا کولو په حالت کې مړ شي د هغه د ايمان حکم

پوښتنه : که چيرته يو مسلمان د غلا کولو پر مهال ووژل شي نو د هغه ايمان پر ځاى دى او که نه؟ او د هغه د جنازې لمونځ روا دى او که نه؟ او که چيرته يو مسلمان د زنا کولو پر مهال مړ شي نو آيا د هغه ايمان پر ځاى دى او که نه؟ او د هغه د جنازې لمونځ روا دى او که نه؟.

ځواب : د غلا په کولو سره هم ايمان نه زايله کيږي، له همدې امله داسې کس هم مسلمان دى، خو ګنهګار دى، که چيرته د ليارو وهونکى د غلا کولو پر مهال ووژل شي نو په هغه دې د جنازې لمونځ نه کيږي، او که چيرته ونيول شي او بيا ووژل شي نو په هغه دې د جنازې لمونځ وکړى شي.

او کوم مسلمان چې د زنا کولو پر مهال مړ شي د همداسې کس هم هماغه حکم دى کوم چې د شراب خور دى ([7]).

([1]) فتاوى عثماني، ١ : ٧٩، بحواله : شامي، ج : ٣، ص : ٥٥، الدرالمختار، ج : ١، ص : ٧١٧ – ٧١٨، البزازية على هامش الهندية، ج : ٦، ص : ٣٢٦.

([2]) فتاوى عباد الرحمن، ١ : ٣١، بحواله : مرقاة المفاتيح، ج : ١، ص : ٢٢٣، الاشباه والنظائر، ص : ٥٣.

([3]) امداد الاحکام، ١ : ١١٢، بحواله : الدرالمختار، ج : ١، ص : ٣٦٤، ج : ٢، ص : ٦٨٣.

([4]) تعليم الاسلام، دويمه برخه، ص : ٣.

([5]) امداد الاحکام، ١ : ١١٧.

([6]) فتاوى عباد الرحمن، ١ : ٣٥، بحواله : الدرالمختار، ج : ٤، ص : ٢٢٢.

([7]) امداد الاحکام، ١ : ١١٧، بحواله : نورالايضاح مع مراقي الفلاح، ص : ٣٥١.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button