له مالي زیانونو وروسته د کابل پولیسو د اوبو د ایستلو لپاره خپلې مټې بډ وهلې

کابل ټکی کام ۱۵حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له تېرو څو ورځو راهیسې د سختو ورښتونو له کبله د پلازمینې کابل ټول سړکونه د اوبو د ډنډونو څخه ډک دي، چې له کبله یې ځايي خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.
زمونږ همکار وايي، چې کابل کې دغو ډنډونو ګڼ مالي زیانونه اړولي دي، د ده له قوله چې لږ تر لږه یې ۱۵ کورونه وېجاړ کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د یو شمېر کوڅو او لارو د بندېدو له کبله خلک نه شي کولی چې له بازار څخه خپل اړتیا وړ څيزونه راوړي.
د دغو کوڅو او لارو په بندېدو خلکو ځایي رسنیو ته له ښاروالۍ څخه شکایتونه کړي دي، چې د کانالیزیاسیون سېسټم نه ورته برابروي.
د همدې شکایتونو او مالي زیانونو څخه وروسته د کابل پولیسو د اوبو د ایستلو لپاره خپلې مټې بډ وهلې.




