جوزجان: طالبانو د یوه کمین په ترڅ کې ۶ پولیس وژلي

کابل ټکی کام ۱۵حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د جوزجان ولایت چارواکو رسنیو ته ویلي دي، چې د دغه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه کمین په ترڅ کې ۶ پولیس وژل شوي، او یو ژوبل شوی دی.
د مردیان ولسوالۍ ولسوال ښاغلي ذبیح زاهد رسنیو ته وویل، دغه پېښه چې نن له غرمې وروسته شاوخوا ۳ بجې د دغه ولسوالۍ په چاهي نومي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
زاهد وویل، د طالبانو دغه غلچکي برید د پولیسو پر ګزمیي ځواکونو شوی دی.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، د پولیسو دغه ګزمه د چاهي سیمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته روانه وه، چې په لاره کې د طالبانو له یوه کمیني برید سره مخ شوه.
ښاغلي زاهد وویل، دغه برید چې څو دقیقې یې دوام وکړ، په پایله کې د یوه ټپي پولیس ترڅنګ شپږ پولیس ووژل شول، او یو بل پولیس ژوندی د طالبانو لاسته ورغلی دی.
د جوزجان ولایت امنیه قومندان امر عبدالمنان رووفي ویلي دي، چې د پېښې ساحې ته پولیس استول شوي دي، تر څو له طالبانو څخه بندي پولیس ازاد کړي.
د یادولو ده، چې تراوسه پورې د طالبانو د دغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.



