د نړۍ په ۱۵۷ هېوادونو کې ډنمارک تر ټولو زیات خوشاله، سوریه او افغانستان تر ټولو خفه هېوادونه اعلان شول

کابل ټکی کام ۱۵حمل/۱۳۹۵، فرید احمد

د اېس ډي اېس اېن ادارې له خوا په یوه څېړنه کې ویل شوي دي، چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ډنمارک تر ټولو خوښ هېواد دی.

دغې څېړنې د خلکو په ځان اعتماد، فردي ازادي، نه رشوت او د خلکو د ژوند هره اړتیا پوره کېدل تر نظر لاندې نیولي دي.

دغه څېړنیز مرکز وایي، چې له ډنمارک څخه وروسته سوېزرلېنډ، آیس لېنډ، ناروې او فېلېنډ شامل دي.

د امریکا متحده ایالات په دیارلسم نمبر کې راغلي دي.

د پای له خوا تر تولو ناخوښ هېوادونه بورون ډي، سوریه، ټاګو، افغانستان او بینین دي.

نړیوال په دې اند دي، دغه څېړنه د امریکا متحده ایالاتو ته یو قوي پیغام ورکوي، چې سره له دې نړیوال ټول امکانات ټول د دوی په لاس کې دي، بیا هم په دیارلسم نمبر راغلي دي.

د افغانستان او سوریې د خفګان تر ټولو لوی لامل جنګ ښودل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button