ترکیه هغه افغانان چې له اروپا شړل شوي، افغانستان ته استوي

کابل ټکی کام هاشمي عبدالله
د ترکیې حکومت وايي هغه افغانان چې له یونان څخه ترکیې ته شړل شوي دي، خپل ملک افغانستان ته استوي.
د ترکیې چارواکي وايي چې دا کار د هغه تړون په ترڅ کې کوي چې تېره میاشت د اروپا او ترکیې ته منځ لاسکیک شوی ده.
د ترکیې دغه کار که څه هم د بشر حقوقو د نړیوال سازمان تر نیوکې لاندې راغلی ده، خو ترکیه وايي چې دا کار د یاد تړون له مخې ترسره کوي.
کیدای شي نن ورځ هم یونان په سلګونه مهاجرین چې افغانان هم پکې شامل دي ترکیې ته وسپاري.
ترکیې اکسام چاپ ورځپاڼې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي دي چې نن ورځ به پنځه سوه مهاجرین ترکیې ته وسپارل شي.
وزارت زیاته کړې ده چې افغان، عراقي او پاکستاني مهاجر به بیرته خپلو ملکونو ته استول کیږي.
د یونان حکومت هم د ترکیې د حکومت سره یاده موافقه تایید کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس له قوله چې د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرینو په اړه یاد کار غندلی او ویلي یې دي چې د مهاجرینو په برخه کې له نړیوالو اصولو سرغړونه کیږي.
ویل کیږي چې د ملګرو ملتونو سازمان له ترکیې څخه جدي غوښتنه کړې ده چې د مهاجرینو په زور سره شړل دې ژر تر ژره ودروي.
اروپايي اتحاديې اعلان کړی ده چې تقریباً اتیا زره افغان مهاجرین به بیرته خپل ملک ته استوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button