تــــقـــديـــــر « ناول » / لومړۍ برخه   

درنو لوستوالو!

دکابل . کام ، ادارې هيله درلوده ، چې د ستاسو د لازياتې مينې د خړوبولو په پار  يو ځانګړی ناول په سلسله واره توګه درته وړاندې کړي ؛ نو دا دی  د تکړه ليکوال ډاکټر صيب عبدالهادي حماس د (تقدير) په نامه  يو زړه راښکونکی ناول زموږ لاس ته  راغلی، چې دنوموړي ناول له ځانګړتياوو، څخه دا هم ده، چې  دکرکټرونو او انځورګرۍ ښکلا  پر  ډېر  هنر  او زړه وړونکي انداز وربښل شوې ده  او بله دا چې  د هېواد د تېرې او روانې وضعې او کړکيچنو حالاتو د فزیکي جګړو تر څنګ پر فکري جګړو هم ډېر څرخیدلی دی .

سربېره پر دې هغه ناوړه دودونه يې هم د اصلاح په نيت په ډاګه کړي ،چې له امله يې زموږ خوار ولس له مودو مودو رنځور دی او د خواږه ژوند له  ترخه ناورين سره يې مخ کړی دی.

ګرانو کتونکو، دا ناول به په اونۍ کې دوه ځله ( دوشنبه او پنج شنبه ) په لړۍ ييزه توګه درته وړاندې کېږي، هيله ده چې دخوښۍ وړ مو وګرځي.

(اداره)

ــــــ««« تقدير »»»

 ليكوال:  ډاكتر عبدلهادي « حماس »  

د۱۳۵۹كال دوري په  دوهمه  نېټه ، د ډزو كړسهار و، د مرميو باران اود چاودنو اورونو د اسمان فضانيولې وه، زموږ د پخوانۍ اردو يوې ډلې  فوځيانو،چې  خپله حكومتي دنده يې پريـښې وه دمجاهدينوسره يې ديرغلګرروسي  دښمن په وړاندې  په لوړمورال اواوچتې روحيې سره جګړه كوله اوډګروال فيروزخپله پوځي قطعه ښه اداره كوله!هغه په ډېر جوش سره  وړاندې روان ؤ اودښمن ئې دې ته اړكړى ؤ چې شاتګ وكړي! ډګروال پيروزدوه كسه دښمنان دخپلې نښې ښكاركړي ؤ اوپه دريم  يې نښه نيولې وه چې ناڅاپه ئې ښى مټ وسوځېد،ټوپك ئې له لاسه ولوېداوكيڼ لاس ئې خپل ښي مټ ته يووړ! دسرووينوپه ليدوئې ژبه له غاښونولاندې كړه،اوبيائې په لوړغږ وويل :

ـــ سلام خانه،سرتېري اداره كړه اوله ښي اړخه پرې راتاوشه،بيړه وكړه هغوى په تېښته دي!

سلام خان چې دده مرستيال ؤ،ښه صيب ئې وويل اوقومانده ئې په لاس كې واخيسته اوډګروال پيروزديوه سرتېري په مرسته ځان يوه تړلي اس  ته ورساؤ ترڅوخپل  روغتيايې مركزته پرې ځان ورسوي خو لږشېبه وروسته ئې لومړى سترګې تورې شوې اوبياله حاله ووت!

ډګروال پيروزديوې جګړايزې قطقې قوماندان ؤ،هغه ديوه زړور سپاهي په توګه داهيله درلوده چې په خپله ورسپارل شې دنده كې دخپل هيواد،دين اوناموس دساتنې اوهمدارنګه هيوادله ټوټه كيدنې  څخه وژغوري،ده ددې  لپاره دقربانۍ ترپولې پورې سرښندنه كوله او له دې سپېڅلي ارمان څخه يې  ځان قرباناؤ،هغه په داسې  ځاى كې دنده ترسر ه كوله  چې هلته  دسرونولوكېده اوپه لسګونوجنازې به له هغه ډګره  پورته كېدې ،ډګروال پيروزپه هغه ځاى كې ددښمن په وړاندې خپل ټټردپولادي دېوال په  توګه هرګذارته ډال كړى ؤ!

سره له دې چې هغه پاخه عمرته رسېدلى ؤخوتردې دمه ئې لاواده نه ؤ كړى،دهغه زړه منلې وه چې داجګړې به يوه،نه يوه ورځ  دتقديرګولۍ دده پرتندي هم ورسيخه كړي اوپه دې توګه به دى هم دنورو ملګروپه څېرددنياله خونداوشوق څخه بې غمه كړي!

 دسنګرملګروبه يې تل په هغه ټوكې كولې،يوه به ويل :

پېروزه اوس دې والله كه كونډه ښځه هم وكړي ،عمردې تېرشو!بل به ويل :

دواده وخت يې لاشته څپڼغوږي يې  نه دي سپين شوي! پېروزبه هغوى ته په موسكاسره ځواب وركاؤ :

موږدساعت،ساعت خيرغواړو،ترسبا دژوندهيله نه لرو،نوچې داسې ده ولې پردۍ تورسرې راسره بنده كړم! هغه چې رانه پاتې شي نودچا درګابه ټكوي؟څوك به يې لاس نيوى كوي؟اوس خوهسې هم هرسړى يوازې دخپل سراورمړكوي،څوك دچاپه خيرنه راځي ………دډګروال پيروزله دې انګېرنوسره،سره  دتقديرپريكړه بل څه وه،هغه دخپل ژوندپه دې خطرناكوتوپانونوكې ژوندى پاتې شو،ډګروال پيروز دټپي كيدودرې ورځې وروسته دغرونوپه څوكوكې په يوه ساده  روغتون كې په هوش راغۍ،ځان ته يې پام شوښى مټ ئې له نيم ټټر سره په سپينوپټيوكې نغښتل شوى ؤ،مرستيال ئې له څنګ سره ناست ؤ،هغه داوخت ياددرملوداغېزې له امله ددرداحساس نه كاوه اوياد خپلوسرتېرواندېښنې دومره اندېښمن كړى ؤچې خوږاودردئې ترې هېركړي وو،هغه له هرڅه وړاندې له خپل مرستيال څخه دتېرې شوې پوځي دندې اوسرتېروپه اړه وپوښتل اوبياسلام خان له هره اړخه ډاډګيرنه وركړه اوپه دې توګه دډګروال پيروززړه ولګېد!

دوخت په تېرېدوسره دهغه روغتيايي حالت په ښه كېدوشواوبياهغه ورځ هم راورسېده چې ډګراول پيروزله پوره روغتياسره له روغتون څخه ووت،دوخت  په تيرويدوهغه وخت هم راورسيده چې نورپوځي قانون دهغه عمرددندې لپاره مناسب نه باله اودخپل لوړپوړي مشرله خواورته ددندې دپريښودوامروشو،پېروزچې يوقانون منونكى افسر ؤنودا وړانديزئې ومنانه او دددندې دپريښودو پاڼه يې لاس ليك كړه . دپېروزداخلاص اوښې دندې دترسره كولوله امله ورته خپل لوړپوړي مشردوه لكه افغانۍ  وركړې،چې دى يې دخپل راتلونكي ژوندپه كومه ښمره ولګوي . دادپېروزپه ژوندكې لومړۍ شتمني وه چې جيب ته يې ولوېده،له هغه وړاندې نه،ده كومه پانګه درلوده اونه يې ددې ډول پانګې لپاره كوم تكل كړى ؤ .پېروزبه چې كله معاش واخيست نونيم به يې په خوارواوغريبوويشه اوپه نيم به يې خپلې اړتياوې پوره كولې هغه دروپيودزېرمه كولوسره مينه نه درلوده،ځكه چې دخپل راتلونكي ژوندپريكړه ورته ياده وه .پېروزله دندې ګوښه كيدونه وروسته  دخپل پلرني ټاټوبي په لوروخوځيد،ترلاسه كړودوولكو افغانيوده ته كومه خوښي نه وركوله ځكه چې زړه يې مات ؤ،هغه به تل په دې اړه فكركاوه چې څه وكړي اوخپل پاتې ژوندچې له پوځي سختو مقرراتوڅخه خلاص ؤله كوم ځايه اوپه څه ډول پيل كړي؟يوه ورځ چې پيروزپه خپلوچرتونوكې ژورتللى ؤ،نويوچايې په اوږه لاس كيښود، پېروزټكان وخوړ،دفكرونولړۍ ئې پرې شوه اودهغه په لوريې وكتل، دداودپه نوم ګاونډى ئې ؤ،روغ بړيې له غوږونوورتېركړ،هغه ديوه خواخوږي ملګري په څېرخبرې ورسره پيل كړې اوپه دې ترځ كې ئې دواده كولوخبره هم ورته ياده كړه او ويې ويل :

پيروزه، اياله دې ژوندڅخه ستړى شوى نه ئې؟ته به ترڅوديواځيتوب له غمونوسره وخت تېركړاى شې،ته ولې واده نه كوې،ته ولې له دې يواځيتوب څخه ځان نه ژغورې؟

 فېروز ځواب وركړ :

داوده وروره،زه خوپه دې اړه فكرهم نه شم كولى! زه نورمخ پرځوړ روان يم،په دې عمركې  ماته څوك لورياخورراكوي؟داودله لنډسوچ وروسته وويل : كه داسې يوڅوك پيداشي چې تاته لوردركړي نواياته چمتوئې چې واده ورسره وكړې؟پيروزپه حيرانۍ سره ځواب وركړ: داهسې يوخيال دى! داودئې پراوږه لاس واچاواووئې ويل : زه كولى شم چې ستاداخيال په حقيقت بدل كړم؟پيروزپه حيرانۍ سره وويل : څه ډول؟ داودپه بيړه ځواب وركړ: زمالورګلالۍپېغله ده ډيرژربه په شپاړس كلني قدم كيږدي،له تانه ښه سړى چېرته پيداكولاى شم!! پېروزددې خبرې په اوريدولاحيران شو،فكريې وكړچې داودټوكې ورسره كوي،ځكه پخوابه هم ځينوملګروپه دې ډول خبروازاروركاوه، هغه په داودكې سترګې ځيرې كړې اووئې ويل :

 زه اوس ددې ډول ټوكوداورېدوزغم نه لرم آ،…. داودئې په خبره كې ورولوېد:

 پېروزه زه ټوكې نه درسره كوم،څه چې وايم هغه رښتيادي،زه خپله لور دركوم خوپه يوشرط!پيروزوويل : څه شرط؟ داودله لږسوچ وروسته وويل : پلرنۍ ځمكه به ټوله په ولوركې راكوې،نورې پيسې نه درنه غواړم!! په دې خبره دپېروززړه  سخت درد وكړاوله ځان سره وبوږنېد:

خدايه ستاپه مخلوق كې داسې كسان هم شته چې سړى له خوږګوتې څخه نيسي، دوى زماله مجبوريت نه په څه ډول ګټه پورته كوي،خدايه دى ددنياپه لالچ كې له خپلې لورڅخه هم تېردى!

پيروزپه ريښتياهم اړؤ ځكه له يوې خوا له دندې ګوښه شوى ؤاوله بلې خوايوازيتوب سخت ځوراؤ نوله لږسوچ وروسته ئې وويل :

سمه ده زه به سباځواب دركړم!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button