
د جنوبي کوریا یو شمېر متخصصین د افغانستان د ځنګلونو د رغولو لپاره راتلونکو څو ورځو کې کابل ته راځي
کابل ټکی کام ۱۶حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بهرنو چارو وزارت له دفتر څخه څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د جنوبي کوریا یو شمېر متخصصین د افغانستان د ځنګلونو د رغولو په برخه کې د همکارۍ لپاره راتلونکو څو ورځو کې کابل ته راځي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې پرون د جنوبي کوریا سفیر (چین کي هون) او د دغه وزارت وزیر صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې د دغې خبرې یادونه وکړه.
باید ووایو، چې د افغانستان ځنګلونه د نه پاملرنې له کبله شاړ او وېجاړ پاتې دي، چې له کبله یې وچکالي هم زیاته شوې ده.



