
PDMA: خیبر پښتونخوا کې سختو ورښتونو، ۴۶ کسان وژلي
کابل ټکی کام ۱۶حمل/۱۳۹۵، هلال خاورې
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په یو شمېر سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د پرله پسې سختو ورښتونو له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د قدرتي افتونو کنټرولوونکې صوبايي ادارې (PDMA) له لورې د یکشنبې په ورځ په خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د سختو او د پر له پسې ورښتونو له کبله ۴۶ کسان وژل شوي دي، او ۴۱ نور ټپیان دي.
په راپور کې راغلي دي، چې د دغو سختو ورښتونو له کبله ۶۰ کورونو ته هم ګڼ زیانونه اوښتي دي.
د دغې ادارې په راپور کې هغه سیمې چې پکې زیات ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي، د خیبرپښتونخوا لېرې پرتې شانګلې سیمې ښودل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي دي، چې د خیبرپښتونخوا په لیرې پرتو شانګلو سیمو کې تر دې دمه ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
په راپور کې ویل شوي دي، چې د سختو ورښتونو له کبله په کوهستان کې ۱۲ کسان، سوات کې ۸، بنو، چترال، مردان، بټګرام کې ۲-۲ او په ملاکنډ، مانسهره، چارسده او دیر کې ۱-۱ تن وژل شوی دی.
باید ووایو، چې په پاکستان کې د تېر کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې د سختو ورښتونو له کبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د یادولو ده، چې د روان کال په تېره میاشت هم د خیبرپښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سختو بارانونو لږ تر لږه ۱۸۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.



