درې لوړپوړي دولتي نوماندان ولسي جرګې ته ورمعرفي شول

کابل ټکی کام ۱۶حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال محمد سرور دانش نن ولسي جرګې ته د کورنیو چارو وزارت، لویې څارنوالۍ او د سترې محکمې عالي شورا غړیتوب ته نوماندان ور معرفي کړل.

د کورنیو چارو وزارت ته تاج محمد جاهد، لویې څارنوالۍ ته فرید حمیدي او همدا راز د سترې محکمې عالي شورا ته محمد زمان سنګري معرفي شوي دي.

محمد سرور دانش د ولسي جرګې له هر یوه غړي څخه وغوښتل، تر څو دغو نوماندانو ته ښې رایې ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button