ننګرهار: د یوه سیمه ییز پولیس په دېره کې چاودنې، ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
کابل ټکی کام ۱۶حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي رسنیو ته وویل، چې نن غرمه مهال د دغه ولایت د ښېوې ولسوالۍ په سرجل نومي سیمه کې د یوه سیمه ییز پولیس په دېره کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
خوږیاڼي وویل، د یوه سیمه ییز پولیس په دېره کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
نوموړي وویل، د دغې پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي، چې دا مهال د ننګرهار روغتون ته استول شوي دي.
د پېښې په اړه به نور جزئیات وروسته خپاره شي.



