د القاعده تنظیم د النصره جبهې مهم غړی (ابو فراس السوري) په بمباریو کې وژل شوی

کابل ټکی کام ۱۶حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د القاعده تنظیم النصره نومي جبهې ویاند ښاغلی ابو فراس السوري په سوریه کې په هوايي بمباریو کې وژل شوی دی،

نوموړی د سوریې په ادلب کې د جبهې اړوند قرارګاه کې د خپل ځوی او نورو ملګرو په ګډون وژل شوی دی.

ابو فراس د النصره جبهې ویاند او بیا وروسته د دغه تنظیم د شوری غړی وو.

تراوسه پورې د دې څرګندونه نه ده شوې چې دغه حملې د سوریې د حکومت او که روسیې له لورې ترسره شوي دي.

ابو فراس داسې مهال وژل کیږي، چې دوه ورځې وړاندې جبهة النصره په ادلب ښار کې العیس نومي سیمه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

ابو فراس په ۱۹۵۰میلادي کال کې په مضایا کې زېږېدلی دی.

نوموړی د سوري پوځي د افسر او همدا راز د افغان مجاهدینو د روزونکي په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.

د یادولو ده، چې ابو الفراس د القاعده تنظیم د پخواني مشر اسامه بن لادن سره یې له نږدې څخه کار کولو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button