اروپا کې د اسلام پر قبوليت دعيسوي ټولنو اندېښنې

« سرليکنه »

د ملګرو ملتونو کلني راپور څرګنده کړې ده ، چې په اروپا کې د اسلام زرينې وړانګې په هر لورې خورېږي او د اسلام د مقدس دين د حقانیت په ثابتيت اروپايان اسلام قبلوي ، چې يو شمېر سخت دريځو اسلام دښمنو ته يې انديښنې راولاړې کړي دي.

تېره ورځ يوې شوې سروې وښوده ، چې هغه د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو ادارې خپره کړه، ويې ليکل:  يوازي په جرمني کې۴۰۰۰ تنو اسلام قبول کړی دی ، چې په دې اندېښنه اوس امريکا او ورسره د اسرائيلو په څېر يو شمېر نور هېوادونه غواړي د مسلمانانو د مقدس دين د خپراوي مخه په تبليغاتي رسنيو ، راډيوګانو ، تلويزيونونو او نورو د وخت الکترونکي مډيا سره ونيسي ، چې په ترکيه کې د حجاب په موضوع خبره تر پارلمانه ورسيده .

د فرانسي د ښځو د حقوقو وزيرې ميرمن لارنس او زنيول تېره ورځ په يوه وينا کې د همدې کمپاين ، چې د اسلامي رواياتو مخه په اروپا کې ونیول شي ، ويې ويل : د مسلمانانو د ښځو ( کالي ) داسې بل ډول حجاب دی او پکې ښځه داسې ښکاري، لکه هغه تور پوستې ښځې ، چې د غلامۍ  ملاتړ کوي؛  معنا دا چې د مسلمانانو ښځو حجاب مشابهت يې د تور پوستو ښځو د غلامۍ سره ورکړی.

دا وينا ، چې فرانسوې وزيرې ميرمن لور نس روز نيول د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړه،  له يوې خوا يې يوازې په فرانسه کې نه ؛ بلکې په اروپا کې د مسلمانانو او تور پوستانو جذبات را وپارول.

تورپوستانو پر روزنيول نيوکه وکړه ، چې د تور پوستو ښځو سپکاوی يې وکړ، اوس يې هم د غلامانو په دوره کې وشمېرلې.

مسلمانانو ورباندې په دې نيوکې وکړې ، چې د اسلام د مقدس دين د رواياتو او اصولو ( حجاب ) سپاکوی يې وکړ ، د غلامۍ سره يې مشابهت فرانسوۍ وزيرې د مسلمانانو د کاليو يا لباس په دود وينا وکړه ويې ويل ، چې موږ غواړو يوه ښځه په ښه ښکلاسره ښکاره شي او اسلامي لباس يې ښکلا پټوي ؛ خو فرانسه کې ميشتو مسلمانانو د ديني عالم ذاکر نايک علمي ځوابونو او په فرانسه کې د مسلمانانو ښو اخلاقو د اسلام د قبولتيا انقلاب راوستی دی.

د فرانسې په سيکولر قانون کې د بل مذهب سپکاوي ته ځای نشته روزنيول دا وينا خپله تېروتنه وبلله ، چې مسلمانان او تورپوستان پرې راپاريدلی ؛ خو اصلي خبره داده ، چې په فرانسه کې د اسلام د خپراوي اندښنې سيکولر پلوو او خپله سيکولر نظام ته راپيدا شوي دي ، چې اوس يوازې فرانسه نه ؛ بلکې اروپا کې د اسلام د قبوليت اندېښنې زياتې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button