د پروان سیاګرد ولسوالۍ کې یوه سرتېري برید ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۱۷حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د پروان ولایت څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د یوه سرتېري برید له کبله ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پروان ولایت امنیه قومندان محمد زمان مموزي د دغه سرتېري برید پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې دا برید د دغه ولسوالۍ په بازار کې شوی دی.

د مموزې د مالوماتو پر اساس چې د دغې چاودنې هدف افغان امنیتي ځواکونه وو.

مموزي وویل، چې دغه چاودنه د موټرسایکل په مټ ترسره شوې ده.

مموزي همدا راز زیاته کړه، چې په دغه حمله کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د پروان ولایت دولتي چارواکو ویلي دي، چې په دغه حمله کې ټول ملکي کسان وژل شوي دي.

تر اوسه پورې د دغه پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button