د ملا عبدالقيوم ذاکر اعلان د تبليغاتي رسنيو خوله وربنده کړه fateh1اپریل 5, 20160 231 « تبصره » د يو شمېر رسنيو لخوا لومړی د افغانستان د ملي يوالي د حکومت او بيا لږ څه وروسته د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور پر خلاف تبليغات پېل شول ، چې د ملي يوالي په حکومت کې تبليغاتي رسنيو ځای وموند او د وزيرانو په استعفاو بيا تر پخوا زياتې تبلیغاتي رسنۍ فعالې شوې ؛ خو د طالبانو پر خلاف يې د ملاعبدالقيوم ذاکر په هغه اعلان ، چې د ملا اخترمحمد منصور سره يې د يوالي اعلان وکړ ؛ د تبليغاتي رسنيو خولې وربندې شوې. تر اوسه پورې په کار اچول شوو رسنيو دا تبليغ کاوه ، چې د طالبانو په صفونو کې اختلافات زيات شول او ډېر ژر به طالبان د خپلو اختلافاتو له امله په څو ډلو وويشل شي او بيا به د وخت په تېريدو سره له منځه لاړشي ؛ خو د طالبانو پرلپسې عملیاتو او سيمو نيولو همدا تبليغاتي رسنۍ حيرانې کړې. د ملارسول په نامه د يوه مخالف خبره يې په اونيو او مياشتو تکرار کړه ؛ خو څه ترې جوړ نه شول ، اوس چې په طالبانو کې د محبوبيت خاوند ملا عبدالقيوم ذاکر د ملا اخترمحمد منصور سره ديوالي اعلان وکړ ، ددې تبليغاتي رسنيو څخه د تبليغ کولو لاره ورکه شوه اوس په همغه پوچه خوله او پوچ د ماغو سره وايي: کيدای شي د ملاعبدالقيوم ذاکر د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور سره د سولې خبرو لپاره ښه زمينه برابره کړي. طالبان ، چې څه کوي د چا به خوښ وي ؛ ستاينه به يې کوي او څوک به ورسره مخالفت کوي ؛ خو په دې يې حمايت کوونکي اومخالفين ټول اعتراف کوي ، چې د يوه دريځ خاوندان دي ، هېڅ ډول اختلاف په خپل منځ کې نه پرېږدي او په يوه روحيه د امريکا او د هغو د ملګرو پر خلاف يا د هغو د حمايت کوونکو پر خلاف مبارزه کوي ، کوم ډول مبارزه يې ، چې دلومړۍ ورځې پېل کړې ده تر نن ورځې پورې يې لارې نه دي بدلې کړي او کامیابي يې په همدې کې موندلې ده. د ملا اخترمحمد منصور د ملاعبدالقيوم ذاکر يوالی د طالبانو دحکومت د بهرنيو چارو پخوانی وزير ملا محمد غوث او د طالبانو د شورا غړي ملا ګل رحمان سليم هم تاييد کړی دی. په افغانستان کې يو شمېر کمونستانو او غرب پلوو سره اندېښنه راپيداشوې ده ، که طالبان په خپل يوالي او يو دريځ سره د ملي يوالي حکومت هغه څه ته قانع کړي ، چې تر اوسه نه وو، قانع شوي حکومت ورسره جوړ کړي بيا به دکمونستی رژيم چار واکې د وروستيو چارواکو په څېر په بهرنيو هېوادونو کې پنا اخلي او له هېواده به پښې باسي. Copy URL URL Copied fateh1اپریل 5, 20160 231 Share Facebook X Tumblr WhatsApp Telegram Viber Share via Email Print