
نیکولسن: په جګړو کې د افغان عسکرو ښکلېلتیا د دوی په روزنه کې ځنډ راوستی
کابل ټکی کام ۱۷حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن وايي، چې په جګړو کې د افغان عسکرو ښکلېلتیا د دوی د روزنې ماموریت له ځنډ سره مخ کړی دی.
د نیکولسن د ټاکل کېدو وروسته د نوموړي دغه لومړۍ مرکه ده، چې پرون دوشنبه یې له رویټرز خبري اژانس سره کړې ده.
جنرال نیکولسن وویل، افغان امنیتي ځواکونو تېر ټول کال په جګړه کې تېر کړ، چې له روزنې څخه بې برخې شول.
نوموړي وویل، چې تېر کال پنځه نیم زره افغان سرتېري وژل شوي، او تر ۱۴ زرو زیات نور ټپيان شوي دي، چې دې هم د ناټو د روزنې او ملاتړ ماموریت تر سختې اغېزې لاندې راوستی دی.
جنرال نیکولسن همدا راز زیاته کړه، که څه هم تېر کال د افغان عسکرو د مرګ ژوبلې کال وو، خو جګړه به ونه دروي، او دوام به ورکوي.
باید ووایو، چې د روان ۲۰۱۶میلادي کال د پسرلني عملیاتو لپاره طالبانو ځانګړي ځواکونه روزلي دي، او غواړي چې ولایتونه د خپلې ولکې لاندې راولي.
د یادولو ده، چې جنرال نیکولسن د تېر کال ۱۳۹۴لمریز کال د سلواغې په اوومه نېټه په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان په توګه دنده پیل کړه.



