بغلان: طالبانو پلخمري کې د افغان عسکرو یو مهم بېس محاصره کړی

کابل ټکی کام ۱۷حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له بغلان ولایت څخه خبري منابع وايي، چې طالبانو د دغه ولایت په پلخمري کې د افغان عسکرو یو مهم بېس محاصره کړی دی.

طالبان وايي، چې تېره شپه شاوخوا ۲ بجې دوی د دغه ولسوالۍ ډنډ شهاب الدین اړوند د ستانکرزیو په سیمه کې د قومندان سلیم کوچي پر بېس جګړه پیل کړه، چې اوس هم په شدت سره روانه ده.

باید ووایو، چې خپله قومندان سلیم کوچی هم په دغه بېس کې تر محاصرې لاندې دی.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي دي، چې تر اوسه پورې یې د مقابل لوري ۱ټانګ، ۲تنه عسکر له منځه وړي دي.

نور جزئیات وروسته…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button