
د ایران ماهان شرکت الوتکې د عربستان پر فضا له الوتنو څخه منع شوې
کابل ټکی کام ۱۷حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
ریاض د ایران د هوايي شرکت (ماهان) الوتکې د عربستان پر هوايي ډګرونو کې له ناستې او همدا راز د دغه هېواد پر فضا له الوتنو څخه منع کړي دي.
د سعودي د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې پرون وویل، د دغه شرکت الوتنې یې ځکه منع کړي دي، چې د سعودي د مصؤنیت له مقرراتو څخه یې سرغړونه کوله، دغه ادارې همدا راز وویل، ]چې د مسافرو د ژوند د خوندیتوب لپاره یې دغه اقدام ضروروي وبللو.
باید ووایو، چې دواړه هېوادونه د سوریې د کړکېچ، د سعودي له خوا د شیعه شیخ نمر د اعدام او بیا د هغې په غبرګون کې په ایران کې د سعودي پر سفارت او قونسلګرۍ د برید له کبله ډېر جدي اختلافات لري.
همدغو اختلافاتو ریاض له ایران سره ډیپلوماتیکي اړیکې هم پرې کړې.



