طالبانو پلخمري کې له څو ساعتیزې جګړې وروسته ۳ بېسونه نیولي

کابل ټکی کام ۱۷حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له بغلان ولایت څخه ترلاسه شوي خبرونه وايي، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په پلخمري کې د درې اربکي قومندانانو پر بېسونو باندې سخته جګړه پیل کړه، چې نن ماسپښین د درې واړو بېسونو پر سقوط پای ته ورسېده.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي دي، چې تېره شپه ۲بجې یې د شهاب الدین په سیمه کې د درې اربکي قومندانانو (سلیم کوچی، ظاهر خان او قهار اربکي) پر بېسونو باندې جګړه پیل کړه، چې نن ماسپښين  ۲ بجې پای ته ورسېده.

خبرپاڼې لیکلي دي، چې د جګړې په پایله کې یې درې واړه بېسونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل.

د خبرپاڼې د خبر له مخې چې په جګړه کې ۵ تنه اربکیان ووژل شول، او ۲ نور سخت ټپیان شول.

خبرپاڼې زیاته کړې ده، چې د جګړې په پایله کې یې ۵ میله کلاشینکوفونه او ۱قبضه راکېټ هم ترلاسه کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button