پاکستان: ډېره غازي خان کې د جومات د چت د رالوېدو له کبله ۵ ماشومان وژل شوي

کابل ټکی کام ۱۷حمل/۱۳۹۵، هلال خاورې

د پاکستان هېواد د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان کې د یوه جومات د چت د رالوېدو له کبله ۵ ماشومان وژل شوي دي، او ۸ تنه نور ټپيان دي.

چارواکو ویلي دي، چې د جومات چت داسې مهال رالوېدلی دی، چې هم په جومات کې ماشومانو درس ویلو، او هم د جومات پر چت کار روان وو.

چارواکو زیاته کړې ده، چې وژل شوي ماشومان له اوو کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې عمرونه لري.

د چارواکو د وینا پر اساس چې په پېښه کې مزدور کاران هم ټپیان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button