
د روژې مسائل (شپږمه برخه)
ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د څومره عمر په کوچنيانو (ماشومانو) باندې روژه نيول پکار دي؟
پوښتنه : کوم وخت چې د کور خلک د پيشمني خوړلو ته را پورته شي واړه کوچنيان هم را پورته شي او د روژې په نيولو ټينګار کوي، ښکاره خبره ده چې د کور خلک يې نه منع کوي، په دې باره کې حکم څه دى؟.
ځواب : د روژې په ساتلو کې د نابالغو ماشومانو هيڅ عمر معلوم نه دى، ځکه چې دا د کوچني په صحت پورې اړه لري، په کومو کوچنيانو کې چې د روژې ساتلو طاقت وي هغوى ته د روژې ساتل پکار دي، تر څو چې له همدې وخت څخه عادتي شي، البته د لسو کلونو کوچنى د روژې ساتلو پابند جوړول پکار دي، بيا که چيرته هغه روژه پوره هم نکړي نو ډيره د فکر خبره نده، ځکه چې په همدې وخت کې د هغه تربيت مقصود دى ([1]).
له غروب (لمر لويدو) وروسته په روژه ماتي کې بيړه کول
پوښتنه : له غروب (لمر لويدو) وروسته په روژه ماتي کې بيړه کول څرنګه دي؟.
ځواب : له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دين به غالب وي، تر څو پورې چې خلک په افطار (روژه ماتي) کې بيړه کوي، ځکه چې يهود او نصارى تاخير (ځنډ) کوي.
له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله تعالى جل جلاله د دغه ارشاد په نقلولو سره فرمايي : ما ته هغه بنده تر ټولو زيات محبوب دى کوم چې په افطار (روژه ماتي) کې بيړه کوي ([2]).
فرض غير معين کومې روژې دي
پوښتنه : فرض غير معين کومې روژې دي؟
ځواب : چې د کوم عذر له امله يا له عذر پرته له يو چا څخه د رمضان المبارک مياشتې روژې قضاء شي، د هغې روژې قضايي راوړل فرض غير معين دي ([3]).
په کوم شي روژه ماتول پکار دي
پوښتنه : په کوم شي د روژې ماتول پکار دي؟.
ځواب : له حضرت سلمان بن عامر رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کله چې په تاسو کې کوم کس روژه ماتوي نو په کجورې سره دې ماته کړئ، ځکه چې هغه برکت دى، که چيرته کجوره نه پيدا کيږي نو په اوبو سره دې ماته کړئ، ځکه چې هغه پاکونکې دي.
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به د ماښام له لمانځه دمخه په تازه کجورو سره روژه ماتوله، او که تازه کجورې به نه وې نو د وچو خرماوو په څو دانو سره به يې ماتوله، او که چيرته به هغه هم نه وې نو څو غوړپه اوبه به يې وڅښلې ([4]).
واجب معين کومې روژې دي
پوښتنه : واجب معين کومې روژې دي؟
ځواب : نذر معين، يعنې چې يو څوک په کومه خاص ورځ يا تاريخ باندې د روژې نيول په ځان ومني نو په دغه ورځ يا تاريخ د روژې نيول واجبيږي، مثلا يو څوک ووايي که زه په امتحان کې کامياب شوم نو د خدای لپاره به د رجب په اول تاريخ روژه نيسم ([5]).
د رمضان المبارک اخيرنى لس ورځې
له حضرت عائشة رضی الله عنها څخه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به د رمضان المبارک په اخيرنيو لسو ورځو کې داسې عبادت او محنت کاوه کوم يې چې په نورو وختونو کې نه وو کړى.
له حضرت عائشة رضی الله عنها څخه روايت دى فرمايي : کله به چې د رمضان المبارک اخيرنى لس ورځې راغلې نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به کلکه ملا وتړله، په خپله به يې هم شپه ويښه تيروله او د کور خلک به يې هم را بيدارول ([6]).
واجب غير معين کومې روژې دي
پوښتنه : واجب غير معين کومې روژې دي؟
ځواب : د کفارې روژې او د نذر غير معين روژې واجب غير معين دي، مثلا يو څوک په ځان داسې نذر ومني که اول نمبر کامياب شوم نو د خدای لپاره به دری روژې نيسم ([7]).
په زده کړه کې د تکليف له امله د رمضان روژه پريښودل
پوښتنه : يو شمير مسلمان ځوانان په پوهنتونونو کې زده کړه کوي، د رمضان المبارک روژه هم پرې فرض ده، همدارنګه د روژې په نيولو قدرت هم لري، مګر د روژې نيولو له امله په زده کړه کې ورته تکليف وي، ځکه چې د ورځې له يوولسو بجو نيولې د ماښام تر شپږو بجو د زده کړې وخت وي، او له دې يوه مياشت وروسته يې امتحان وي، هغه ته پوره تياري کول پکار دي او له همدغه مياشتې پرته د زده کړې لپاره بل وخت له دوى سره نه وي، که چيرته دوى په همدغه امتحان کې ناکامه شي نو د ډير نقصان ويره شته، نو په داسې صورت کې د قضاء را ګرځولو په نيت که د رمضان روژې پريښودل شي آيا په شريعت کې د دې ګنجايش شته او که نه؟.
ځواب : په صورت مسئوله کې د رمضان المبارک د روژو پريښودلو اجازه نشته، ولو که د قضاء را ګرځولو په نيت سره وي، او له شرعي عذر پرته د رمضان المبارک د يوې روژې په پريښودلو سره چې کوم نقصان رسيږي د هغه جبيره بيا د ټول عمر په روژو سره هم نشي کيدلاى، په حديث شريف کې راغلي :
چا چې له شرعي رخصت او مرض پرته قصداً د رمضان المبارک يوه روژه پريښودله بيا که ټول عمر روژې ونيسي نو د همدغې يوې روژې بدل (عوض) کيدلاى نشي ([8]).
سنت روژې کومې دي
پوښتنه : سنت روژې کومې دي؟
ځواب : په روژو کې سنت مؤکده کومه روژه نشته، خو د کومو ورځو روژې چې نبي عليه السلام نيولې دي يا يې له نبي عليه السلام څخه د نيولو ترغيب ثابت دی همغه روژې سنت دي، لکه د عاشوراء دوه روژې، يعنې د محرم د نهمې او لسمې ورځې روژې، عاشوراء د محرم د لسمې ورځې نوم دی او د عرفه يعنې د ذالحجة د نهم تاريخ روژه او د ايام بيض يعنې د هرې مياشتې د ديارلسم، څوارلسم او پنځلسم تاريخ روژې ([9]).
([1]) فتاوى عباد الرحمن، ٣ : ١٧٥، بحواله : الدر، ج : ٢، ص : ٤٠٩، الشامية.
([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٠٠، بحواله : مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، باب الفصل الثالث، ص : ١٧٥، مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، باب الفصل الثاني، ص : ١٧٥.
([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٢.
([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٠١، بحواله : مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، باب الفصل الثاني، ص : ١٧٥.
([5]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٢.
([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٠٢، بحواله : مشکوة المصابيح، باب ليلة القدر، الفصل الاول، ص : ١٨٢، مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، باب ليلة القدر، الفصل الاول، ص : ١٨٢.
([7]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٢.
([8]) فتاوى رحيميه، ٧ : ٢٠٦، بحواله : مشکوة، ص : ١٧٧.
([9]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٣.



