حماس: هېڅکله به خپلې وسلې دوښمن ته ونه سپارو د ملکي ادارې سپارل د تړون برخه وه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت حماس غورځنګ لوړ پوړي سیاسي مشر “اسامه حمدان” ویلي چې هېڅکله به خپلې وسلې دوښمن ته ونه سپاري او په خبره یې د ملکي ادارې سپارل د تړون برخه وه او دا مانا نه لري چې پر غزې تړانګې د حماس او نورو مقاومتي ډلو حضور پای ته رسیدلی ده.
حمدان ویلي، چې اسرائیل به هېڅکله د تل لپاره پاتې نه شي او د هغه د له منځه تګ وعده د الله تعالی له لوري شوې ده.
د نوموړي په وینا، هغه ورځ به راورسېږي چې د الله په نصرت به د مقاومت ځواکونه بیتالمقدس ته داخل شي او د رسول الله ﷺ هغه زیری به په حقیقت بدل شي چې د حق د بریا او د باطل د ماتې خبر ورکوي.
حمدان ټینګارکړی، چې د فلسطین د آزادۍ لپاره مبارزه به تر هغې دوام لري څو اشغال پای ته ورسېږي او د فلسطیني ولس مشروع حقوق ترلاسه شي.



