قالیباف: د خامنه‌اي تګلارې ته به دوام ورکوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان رئیس “محمدباقر قالیباف” ویلي چې د اسلامي جمهوریت مشرتابه او دولتي بنسټونه به د ستر رهبر، آیت‌الله علي خامنه‌اي، د تګلارو او لارښوونو پلي کولو ته دوام ورکړي.
قالیباف ټینګار کړی، چې د ایران اوسنی نظام به د هېواد د مهمو سیاسي، امنیتي او سیمه‌ییزو سیاستونو په برخه کې د خامنه‌اي له ټاکل شوې تګلارې څخه ملاتړ او پیروي وکړي.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې په سیمه کې سیاسي او امنیتي تحولات دوام لري او د ایران د کورنیو او بهرنیو سیاستونو په اړه بحثونه روان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button