
ګلبدین حکمتیار له خپل شرط چې «بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه وځي» تېر شو
کابل ټکی کام ۱۷حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د حزب اسلامي د پلاوي مشر امین کریم اسوشېټډ خبري اژانس ته وویلي دي، چې د دغې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار نور د سولې د خبرو لپاره د مخکني شرط څخه چې ګواکې «بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه وځي» تېر شوی دی.
امین کریم وویل، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، د حزب اسلامي شرط نه، بلکې هدف یې دی.
هغه وویل، چې دا مهال د سولې په برخه کې د حزب اسلامي غړیو شروط نه درلودل، بلکې د اصولو پر اساس سوله کول غواړي.
د حزب اسلامي د پلاوي مشر امین کریم زیاته کړې ده، چې ګلبدین حکمتیار په افغان حکومت کې د قدرت غوښتونکی نه، بلکې دغه ډله د سولې او اصولو د تأمینولو غوښتونکې ده.
نوموړي وویل، چې مونږ اطمنان لرو، که حزب اسلامي له حکومت سره د سولې په اړه توافق ته ورسیږي، نو دا کار به د نورو ډلو بالخصوص د طالبانو لپاره لاره هواره کړي چې نور جنګ ودروي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د ګلبدین حکمتیار دغه تصمیم ستایلی دی، او دغه اقدام یې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره مهم ګام بللی دی.
باید ووایو، کله چې له طالبانو څخه په لومړي ځل د سولې غوښتنه وشوه، نو دوی ورته یو لړ شرطونه وړاندې کړل، په هغې کې دا شرط په سر کې راوړل شوی وو، چې له افغانستان څخه به ټول بهرني ځواکونه وځي.
ګلبدین هم د سولې د کولو لپاره د طالبانو دغه شرط وړاندې کړ، خو طالبان په دغه شرط ولاړ پاتې، او ګلبدین حکمتیار ترې تېر شوی دی.



