په پُل سوخته کې د هیروینو د معتادینو (پوډریانو) منډیي

لیکنه : ع.اسدخیل

څو ورځې وړاندې په کابل کې د کوټه سنګي نه د پُل سوخته خواته د قدم وهلو په غرض په چکر ووتم، کله چې پُلِ سوخته ته ورسيدم، ګورم چې د پُل د پاسه ډیری خلک ولاړ دي او د پُل نه لاندې د خوړ خواته ډېر په زیر زیر ګوري، زه حیران شوم او له ځانه سره مې وویل چې حتما دلته څه کیسه شته، په تیزۍ سره زه هم د هغوی خواته ور رهي شوم، کله چې د هغوی خواته ورسیدم او د پُل د سر نه مې لاندې خوړ ته وکتل ګورم چې په زرګونو انسانان د میږتون په شان ښکته او پورته کیږي، چې لږ ښه زیر شوم ګورم چې یو څو د ګوتو په شمیر زنانه معتادینې هم پکې وجود لري، څوک د هیروینو په څکولو لګیا دي، څوک په نشه کې ډوب پراته دي، او څوک هم د څکولو امادګي نیسي، خو د تعجب وړ خبره پکې دا وه چې ېو شمېر یې په پیرودلو او پیرلو هم لګیا دي، کوچني کوچني دُکانونه یې دخوړ په منځ کې جوړ کړي دي، او میزونه او چوکۍ یې د شوکیس په حیث هم خپلې مخې ته نصب کړي دي او د رڼاګانو لپاره یې ګروپونه هم لګولي دي، او برسیره پر دې کوچني کوچني ترازوګان هم ورسره په لاسو کې دي او لګیا دي هیرویین پرې تلي او خرڅوي، بلې خواته د حکومتي چارواکو د مختلفو ارګانونو د کارمندانو لُکسې لُکسې موټرې هم د همدې پُل د پاسه لرې برې کېږي، معتادین د هیروینو په نشه کې ډوب او حکومتي خلک د قدرت په نشه کې غرق، یو د بل د حال نه بې خبره او هغه د چا خبره مرګ ته شپې لنډوي.

د اسلام په سپیڅلی دين کې د هر ډول نشه لرونکو موادو، کرل، خرڅول، او څکول ټول حرام ګرځول شوي او د حرمت حکمت یې هم دادی چې نشه لرونکو موادو استعمال انساني عقل ته زیان رسوي، انسان د انسانیت له دایرې نه باسي او د حیوانیت او ځناورتوب دایری ته یې دننه کوي، نو لکه څنګه چې اسلام د انسان د ژوند د نورو اړخونو د حفاظت او ساتنې لپاره غښتلی نظام جوړ کړی همدا ډول یې د انساني عقل د ساتنې لپاره د نشه لرونکو مواد استعمال هم حرام او ممنوع ګرځولی، خو په تأسف سره چی نن د ډیموکراسۍ نظام چې نن سبا یې اسلامي هیوادنو ته د مسلمانانو د غفلت له امله لارې موندلې یواځې په تبلیغاتي بڼه دغه مواد ممنوع اعلانوي او په عمل کې په خپله هم په شرابو معتاد دي او خپل رعیت یې د تباه کوونکو هیروینو استعمال ته په آزادانه ډول پریښي او د منع کولو لپاره یې هیڅ ډول پلان او سیستم نه لري.

که څوک د پُل سوخته د معتادینو د منډیې نندارې ته یو ځل ورشي یقینا چې عقل او هوش به یې والوزي او حیران به شي چې آیا دا د یوه هیواد او حکومت په پلازمینه کابل کې ولاړ دی او که نه د افریقا په کوم ځنګل کې؟

نو چې د یوه داسې حکومت چې د لسګونو بډای هېوادونو په مټو ولاړ دی او په پلازمینه کې یې د پوډریانو منډیې جوړه شوي وي نو د دا ډول حکومت د راتلونکې نه به څه د خیر تمه وکړای شي.

د دې نه په ډاګه معلومیږی چې په افغانستان کې مسلط حکومت اصلاً د حکومتداري په کیسه کې نه دی بلکې یواځې وخت تیروي او د مسولینو وظایف یې یواځې د خپلو معاشاتو تر اخیستو محدود دي، هدفمند خلک پکې نه ځای نه لري، یواځې همغه خلک پکې په دندو ګمارل شوي دي چې هغه په اصطلاح د ابۍ او ادې خپلوان دي. نو که حکومت په سملاسي توګه د دې فاجعې مخه ونه نیسي ملت به په خپلو سترګو د خپلو کورنیو د غړو او متعادینو د منډیي دموکراسي هم وګوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button