حماس: د خامنه‌ ای په جنازه کې د خلکو پراخ ګډون د صهیونیستي رژیم ناوړه خوبونه شنډ کړل

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر لوړپوړي غړي “عزت الرشق” ویلي،چې د ایران د ستر مذهبي مشر “ایات الله علي خامنه ای” د جنازې په مراسمو کې د خلکو پراخ او میلیوني ګډون وښودله چې د ایران د خلکو د وېشلو او کمزوري کولو په اړه د صهیونیستي رژیم ټولې هیلې او خوبونه ناکام شوي دي.
الرشق، چې د جنازې په مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل د خلکو دغه پراخ حضور د ایران له مشرتابه او د هېواد له دریځونو څخه د ولس د ملاتړ څرګندونه کوي او دا پیغام ورکوي چې بهرني فشارونه او ګواښونه د ایران د خلکو یووالی نه شي ماتولای.
هغه زیاته کړه، چې د ایراني ولس په دې پراخ ګډون سره ثابته کړه، چې د صهیونیستي رژیم د اختلاف اچولو او د ایران د کمزوري کولو هڅې بې پایلې دي.
د حماس دغه لوړ پوړی چارواکی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ایران د ستر مذهبي مشر د جنازې مراسم د ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو چارواکو او د خلکو په پراخ ګډون سره ترسره شول.

مربوطه مطالب

Back to top button