سپاه پاسداران: که امریکا یوځل بیا پر ایران د برید تېروتنه وکړي، ناوړه عواقب به ولري

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویلي، که امریکا یو ځل بیا پر ایران د برید «تېروتنه» وکړي، نو له سختو او ناوړه پایلو سره به مخ شي.
سپاه پاسداران په یوه خپره شوې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري او هر ډول پوځي اقدام ته به په قاطع ډول ځواب ورکړل شي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي ترینګلتیا یو ځل بیا زیاته شوې او دواړو لورو پر یو او بل متقابل بریدونه کړي دي.
د ایران د سپاه پاسداران په وینا، د امریکا هر ډول نوی برید به د واشنګټن لپاره «ناوړه عواقب» ولري او د سیمې امنیت به له لا ډېرو ګواښونو سره مخ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button