چرلي کلیفلنډ: «طالبان لا هم تر ټولو ډلو خطرناکه وسله واله ډله ده»

کابل ټکی کام ۱۸حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویاند جنرال چرلي کلیفلنډ پرون (سه شنبه) د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې په افغانستان کې ګڼې ډلې حضور لري، خو په ټولو کې ډېره خطرناکه وسله واله ډله طالبان دي.

ده وویل:

«په افغانستان کې طالبان، د اسلامي امارت ستره شورا، حقاني شبکه، القاعده ډله، تحریک طالبان پاکستان، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي، د داعش ډلې د خراسان څانګه، لشکر طیبه، حزب اسلامي ګلبدین حضور لري، خو له دې ټولو څخه ډېره خطرناکه ډله طالبان دي.»

ده همدا راز په افغانستان کې د القاعده ډلې په حضور هم اندېښنه وښودله، او ویې ویل، که پرې دوامداره توګه فشار رانه وړل شي، نو یو ځل بیا به په دغه هېواد کې وده ومومي.

نوموړي وویل، که څه هم په افغانستان کې القاعده ډله کم شمېر لري، خو له دغې ډلې سره طالبان له نږدې اړیکې لري.

ده د دې خبرې چې «طالبان د هېواد په درېیمه برخه کنټرول لري» وویل، دا په دې مانا توجیه کېدای شي، چې طالبان د هېواد په درېیمه برخه کې عملیات کولی شي، او یا هم په درېیمه برخه کې یو ډول حضور لري.

د یادولو ده، چې تېره ورځ جنرال نیکولسن هم له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې له طالبانو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو ښکېلتیا د دوی په روزنه کې ځنډ راوستی دی.

ده همدا راز وویل، چې تېر کال ۵۵۰۰ افغان سرتېري وژل شوي دي، او ۱۴۰۰۰ ټپیان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button