تــــقـــديـــــر « ناول » / دويمه برخه

ليكوال:  ډاكتر عبدلهادي « حماس »  

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

پېروز ټوله شپه په ويښه تېره كړه د هغه خپل يوازيتوب اومجبوريتونه سترګو سترګوته كيدل دداوددپريكړې په اړه زړه نازړه و تر سهاره ويښ پاتې شو!

دا چې داود د پيروز څلور جريبه ځمكې ترلاسه كولو ته ډېرلېواله اوتږى وه نو پيروز لا د سهار چاى سم نه و څښلى چې داود يې دروازه وټكوله اوپه كوټه كې له ناستې سره سم يې خبره ورغبرګه كړه  : ډګرواله څه پريكړه دې وكړه،ته داسې فكرمه كوه چې پرماباندې مې لور پېټى ده او يانورخواستګاران نه لري، نه داسې نه ده،زماموخه داده چې ستا ميراته نه شي،زه ستادراتلونكي په فكركې يم! سره له دې چې ډګروال پېروز د هغه په موخه ښه پوهيده او د هغه خبرې يې يوازي د غولولو او تېرايستلوخبرې بللې  خو مجبوريت دې ته اړكړى و چې په وړانديز كې يې څه ونه وايي،نو د هو ځواب يې وركړ او بياپه همدې شپه د څو كسو كليوالو په ګډون پريكړه وشوه، خط وليكل شو، لاس پورته شو، دعا وشوه اوپه دې توګه د داود لورګلالۍ،په شرعي ډول دپيروز ښځه شوه!

ګلالۍ خامه پيغله وه، عمر يې پنځلس كاله و، او كله چې دپلار له پريكړې خبره شوه نوسمه نه پوهېده او ددې پيښې شننه يې په بشپړ ډول نشوه ترسره كولى  كوم څه چې ددې پروړاندې  ترسره شوي هغه سم دي اوكه په حق كې يې تيرى شوى دى، خو فكر يې بوخت و، كله ناكله به يې دځان سره  وويل : سپين ږيرى به زمامېړه وي ؟

داڅنګه كېداى شي؟

ولې مې پلارداسې راسره وكړل؟

دا پوښتنې يې په فكركې تلي اوراتلې  خو دا چې په څومره كچه يې حق ترپښولاندې شوى و، څومره يې خپل انساني اواسلامي ارزښت ته زيان رسيدلى ؤ اوخپل پلاريې ورته  په ښه سترګه نه و كتلي او يادا چې دځمكې په سر معامله پرې شوې وه، نو په دې اړه ئې مناسب فكرنشوزغلولى،هسې يوې سرسري اندېښنې يې په زړه كې ځاله كړې وه!

واده وشو او خداى(ج) ګلالۍ د دووزامنوامان اوفريد همدارنګه يوې لور موسكا مور كړه،هغه دامهال شل كلنه وه، سره له دې چې ګلالۍ ظاهراً له خپل ژوند څخه راضي ښكارېده خوكله،كله به كليوالوښځو دهغې په حال افسوس كاوه،او ويل به يې چې له ګلالۍ سره ډېرتيرى شوي دى، هغه يې وړه واده كړې وه،د هغې همځولې به تر اوسه هم نه وي واده شوې،بيچاره په دې كم عمر كې د دريو اولادونو مورشوه!

هغه به داولادونوپالنه په سمه توګه ترسره نه كړاى شي، او كله،كله به نوموړو ښځو مخامخ ګلالۍ ته خپله اندېښنه  څرګندوله او ورته ويل به يې :

  ګلالۍ! ته خواركۍ خوډېره كمبخته يې،ځانته دې وګوره اوسپين ږيرى مېړه دې ګوره! پلاردې ښه نه دي درسره كړي!

خوګلالۍ به په پسته ژبه ځواب وركا و :

 بس دادقسمت پرېكړه ده، دا به زماتقديرو ، اوس فكركول كومه ګټه نه رسوي له ورخ تېرې اوبه بېرته نه راګرځي اوس داهرڅه ماپه سرسترګو منلي دي،زه خوهسې هم دژوندپه خوږوپوه نه شوم خوخداى(ج) دې اولادونه راته نېك صالح لوى كړي، خداى(ج) دې دهغوى له سره دپلار سيورى نه كموي!

كليوالو ښځو خو به دخواخوږۍ له مخې ګلالۍ ته داخبرې كولې اود هغې راتلونكي ته به اندېښمنې وې خودګلالۍ هوډاوهمت ته به ئې چې وكتل نوډاډمنې به شوې اودابه ئې ومنله چې ګلالۍ خپل راتلونكى پخپله ښه  سمبالولى شي اودوى بايدپه دې اړه دومره اندېښنه ونه كړي!

امان هم  ورو،ورولويده، داوو كالوشو، ډيرځيرك اوهوښيارماشوم ترې جوړشو،دپلارنظامي كيسې به يې ډيرې خوښولې، كله كله خوبه يې خپل پلارپه زوره اړكاؤچې ده ته دنظامي ژوندكيسې وكړي  ، پلاريې هم هغه ډيرنازاو، دلوبوشيان به يې ورته راوړل پلاستيكي توپانچې اوټوپك به يې ورته راوړل، دامان به له دې وسلوسره دومره مينه وه چې يوساعت به ېې هم له لاس اوغيږې نه لرې كول ،يوورځ يې پلاردې  ته اړكړچې بادي ټوپك ورته راوړي اودنښه ويشتوچل زده كړي ،پلاريې هم ددې سره مينه درلوده چې زوي ته په ټوپك نښه ويشتل ورزده كړي،اوپه راتلونكي كې يوفوځي افسرترې جوړشي  امان ورو،وروپه بادي ټوپك دنښې ويشتلودومره مهارت ترلاسه كړچې بدبخته مرغۍ به ددوي دكورپه ديواله اوونوكيناسته ،له ناستي سره سم به يې دامان دبادي ټوپك مرمۍ په سينه خښه وه اوپه ځمكه به يې وزرونه ړپه ول .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button