د افغان لیکوالو او خبریالانو ملاتړ کوونکي ځوانان له ښکېلو لورو او په ځانګړي ډول افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې:
۱ – د بیان ازادۍ ته دې احترام وشي.لیکوال او خبریال باندې محدودیتونه دي نه لګول کیږي.
۲ – تعلیمي مراکز دي د سیاستونو قرباني کیږي نه، په علمي مراکزو کې د زده کوونکو او محصلینو خوندیتوب ته دي جدي پاملرنه وشي.
۳ – پرته له جرم او محکمې دي د ځوانانو، زده کونکو او محصلینو د شکنجه کولو او وژلو څخه ډډه وشي.
۴ – شخصي زندانونه او صحرايې محاکم دي بند شي.
۵ – د بشر د حقوقو درناوي دي وشي، د افغانستان د بشري حقونو کمیسون دي د بشیراحمد ریان قضیه په بې پرې ډول وڅیړي او نتایج دي د افغان لیکوالو او خبریالانو سره شریک کړي.
۶ – افغان حکومت دي د بشیراحمد ریان د قضيې اړوند بې طرفه هیئت وټاکي ، تر څیړنو وروسته دي مجرمینو ته سزا ورکړي.
۷ – د کندهار پوهنتون دي د بشیراحمد ریان د قضيې اړوند سپیناوي وړاندي کړي، چې ولي يې په تیرو دوه نیمو میاشتو کې د هغه د خلاصون له پاره هلې ځلې نه دي کړي.
۸ – د اطلاعاتو او کلتور وزارت دي د خبریالانو او لیکوالو د خوندیتوب او د هغوی د حقونو دفاع وکړي، او د بشیراحمد ریان قضیه دي همداسي ګونګه او پټه نه پريږدي.
په دي تمه چې د جګړې ښکېل لوري او په ځانګړي ډول طالبان او افغان حکومت د بیان ازادي او د تعلمي مراکزو خوندیتوب له خپلو دندو څخه وګڼي.