د کندهار شاولیکوټ کې یوه افغان پولیس خپل ۳ تنه ملګري وژلي

کابل ټکی کام ۱۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندهار خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د ولې په سیمه کې یوه افغان پولیس په خپله پوسته کې پر خپلو ملګرو ډزې وکړې، او ۳ پولیس یې ځای پر ځای ووژل.
دغه پېښه بېګاه د شپې ۲ بجې داسې مهال رامنځته شوې ده، چې د پوستې نور پولیس خپلو کورونو ته تللي وو.
خبرونه وايي، چې دغه نفوذي سرتیري د ۳ پولیسو له وژل کېدو وروسته د یوه ثقیل او د ۲ کلاشینکوفونو سره ځان طالبانو ته رسولی دی.
د یادولو ده، چې د تېر کال راهیسې په امنیتي پوستو کې دا ډول پېښې ډېرې شوي دي، چې افغان حکومت یې له سختې اندېښنې سره مخ کړی دی.


