ولایتي شورا: پکتیکا کې د دواړو هوايي بریدونو وژل شوي کسان ملکي وګړي دي

کابل ټکی کام ۱۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له پکتیکا ولایت څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولسوالۍ په ګومل ولسوالۍ کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو له لورې شاوخوا ۲۰ کسان وژل شوي دي.

ځایي سرچینې وایي، چې پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د ګومل ولسوالۍ په کاکړزو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ځايي سرچینو د خبر پر اساس، چې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په لومړي برید کې د یوه کس د ټپي کېدو ترڅنګ ۱۵ قومي مشران ووژل شول، او په دویم برید کې ۵ ملکي وګړي ووژل شول.

که څه هم د پکتیکا ولایت امنیه قومندان مل پاسوال زړور زاهد په بهرنیو ځواکونو پرده واچوه، ويې ويل چې وژل شوي کسان طالبان دي، او په دليل کې يې له هغوى سره شته وسلې وښودې.

مګر د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا مرستیال ښاغلی نعمت الله بابري د زاهد دغه دعوه ردوي، او وايي، چې په بمبارد کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

ده وویل، وژل شوي کسان چې د دغه ولایت د ګومل ولسوالۍ د مرڼې سیمې وو، له هېڅ سیاسي ډلې سره یې تړاو نه درلود.

د ګومل ولسوال هم د ولایتي شورا خبرې ته ورته خبر کوي، او وایي، چې وژل شوي کسان ولسي وګړي وو، او د دوو قبیلو ترمنځ د یوې لانجې د حلولو لپاره له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته روان وو، چې امریکایي بې پیلوټه الوتکو په نښه کړل، او ځای پر ځای ېې ووژل.

طالبانو هم په خپله رسمي خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په دغه بمبارد کې د دوی جنګیالي نه، بلکې عام ولسي وګري وژل شوي دي.

باید ووایو، چې د هېواد په ډېری سیمو کې امریکایي ځواکونه د عامو خلکو پر کورونو، مساجدو او پر نورو عام المنفعه ځایونو باندې بمبارد کوي، او د خلکو د وژنې تر څنګ د خلکو لپاره جوړ شوي منفعه ځایونه هم له منځه وړي، مګر افغان حکومت یې هېڅ غم نه خوري، او د سکوت لاره یې خپله کړې ده.

د یادولو ده، چې په ورته وخت نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ اړوند پچیر مارکېټ ته څېرمه سیمه کې امریکایي ځواکونو د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر ډرون برید ترسره کړ، او د سیمې د یوه تکړه عالم مولوي عبدالسلام صاحب او د پیر قمرالدین صاحب ووژل شول، او ۳ تنه نور سخت ټپیان شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button