د تېرو ورښتونو له کبله د کونړ د ناړۍ او غازي اباد د تړل شويو لارو غمه تراوسه نه ده خوړل شوې

کابل ټکی کام ۲۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله له غره څخه تیږې او خټې راوښوېدلې، چې له کبله یې د کونړ د ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
دا مهال د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې یې کلیو ته غځېدلې لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دغې لارې د بندېدو له کبله د ناروغانو، ښځو، ماشومانو او د خوراکي توکو لېږد رالېږد سخت شوی دی.
دوی زیاتوي، چې دولتي چارواکو د دغې لارې د خلاصولو ژمنه ورسره کړې وه، خو د عمل په میدان کې ناکام پاتې دي.
له بلې خوا د کونړ ولایت امنیه قومندان مل پاسول عبدالحبیب سید خېل رسنیو ته سینه ډبولې او ویلي یې دي، چې ځواکونه یې پوره چمتووالی لري چې يادې لارې پرانيزي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button