اقتصاد پوه اولسمشر! په هېواد کې د اقتصاد یوه دروازه وتړله

تبصره : مبصر

اولسمشر اشرف غني اوس په خپلو ویناو کې د هوش نه د جوش پرېکړې کوي تېره ورځ په ېوې ناڅاپي پرېکړې کې یې د هېواد پانګونې د ملاتړ ادارې (آیسا) د تړلو اعلان وکړ.

 اشرف غني به د خپل انتخاباتي کمپاین په شپو ورځو کې په غونډو کې ویل افغانستان په اقتصادي وده او ترقۍ سمبال کړم بېا به افغانان نورو هېوادونو ته نه بلکې له نورو هېوادونو به خلک افغانستان ته کارونو ته راروان وي، او په دوه درې کاله کې به ټول هېواد د اقتصاد له پلوه په خپلو پښو ودرېږي چې د حکومت لومړېتوب به اقتصاد ته ورکوم.

خو تېره ورځ یې د هېواد د پانګونې د ملاتړ ادارې (آیسا) د تړلو پرېکړه وکړه.

افغانستان د اقتصادي برخې د کار کولو آیسا ادارې مسول محمد باقر حقجو په کابل کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل اولسمشر اشرف غني ورته د اسیا د ادارې په تړلو هیڅ خبر نه و ورکړی.

 د اشرف غني دا ناڅاپي تصمیم د دولت اعتبار نور هم راکم او د ډول ډول سووالونو لاندې راووست.

افغانستان دا مهال کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته اړتېا لري که په هېواد کې د امنیت وضعه په دې ډول روانه وي امنیت د یوې ورځې نه بلې ته خرابېږي، د امنیت د ټینګښت پلانونه ناکامېږي نو ډیر ژر به افغانۍ د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو په مقابل کې راوغورځېږي، اوس چې افغانۍ د ډالرو په مقابل کې په کوم حالت کې ده تر درې مېاشتو پورې پدې حالت کې نشي پاتې کېدی ځکه چې د شپږو مېاشتو راپدېخوا په هېواد کې اقتصادي حالت د رکود په لوري روان دی.

د بلې خوانه د هېواد ګمرکي عواید څرنګه چې ورته اړتېا او لازمه وه په اداري فساد کې د ککړو اشخاصو د نه محاکمې او اداري فساد د زیاتوالي له امله ترلاسه نه شول په ځای د دې چې اولسمشر اشرف غني د هېواد اقتصاد په خپلو پښو ودروي د پښو یې وغورځاوه، چې نه کورني او نه هم بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کوي.

د اروپایي ټولني لخوا په نوي نشر کړل شوي راپور کې هم د افغانستان اقتصاد ته اشاره شوېده چې د  اداري فساد له امله د افغانستان اقتصاد ورځ په ورځ خراپیږي.

د اروپایي ټولنې هېوادونو چې د افغانستان سره تر ۲۰۱۷ کال پورې د مرستو کومه ژمنه کړې وه هغه هم اوس د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي چې د ملګرو ملتونو لخوا ټاکل شوی نیکولای هایسیم وایي افغانستان باید د ملګرو ملتونو د نوي کال په غونډه کې بیا باید په ژور ډول تر بحث لاندې ونیول شي چې یوازې امنیتي حالت یي نه بلکې په اقتصادي حالت کې هم باېد د افغانستان سره نورې مرستې وشي دا کومې مرستې چې په نظر کې نیول شوي افغانستان د اقتصادي رکود او زوال څخه نشې ژغورلای.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button