کابل ټکی کام ۲۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
سیمه ییزو چارواکو ویلي دي، چې د افغانستان په جنوب کې ډرون حملو د وسله والې ملېشې څخه لږترلږه ۲۵ جنګیالي وژل شوي دي.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیاء دراني ویلي دي، په دغه هوایي بریدونو کې چې په کندهار او هلمند کې شوي دي، لږ تر لږه ۲۵ کسان یې وژلي دي.
دراني وویل، چې دغه حملې د امریکایي ځواکونو له لورې ترسره شوي دي.
دراني زیاته کړه، وژل شوي کسان قاچاقبر وو، چې د کندهار او هلمند ترمنځ په سرحدي پوله میوند کې په نښه شوي دي.
ده وویل، دغه وسله وال قاچاقبر چې په دریو مختلفو موټرانو کې سفر کولو، د ډرون حملو لاندې راغلل.
خو په سیمه کې محلي خلکو ویلي دي، وژل شوي کسان هغه محلي وسله وال دي، چې د طالبانو پر خلاف د دولت او امریکایانو له خوا حمایه کېدل.


















