ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
که يو کس په يوه سيمه کې لمونځ وکړي بيا داسې ځاى ته ولاړ شي چيرته چې وخت داخل نه وي څه بايد وکړی شي
پوښتنه : که يو کس په خپل وخت سره لمونځ اداء کړي، وروسته په جيټ طياره کې داسې سيمې ته ولاړ شي چيرته چې تر دا وخته پورې د همدغه لمانځه وخت داخل نه وي، آيا دا کس به همدغه لمونځ بيا کوي؟.
ځواب : ځينې فقهاؤ فرمايلي دي چې د وخت را ګرځيدل په تقدير باندې نو بيا دوباره يې کول ضروري دي او ځينو فقهاؤ فرمايلي دي چې په دغه تقدير باندې بيا دوباره نشي اداء کيدلای ([1]).
په جوماتونو کې د جماعت لپآره وخت مقررول (ټاکل)
پوښتنه : عام رواج دی چې ټاکل شوی وخت د ساعتونو (ګهړيو) له مخې ټاکل کيږي، په کوئټه کې د ماسپښين لمانځه وخت دری بجې دی، د مازديګر لمانځه وخت پنځه نيمې بجې دی، د ماښام لمانځه وخت شل باندې اته بجې دی او د ماسخوتن لمانځه وخت پنځه څلويښت دقيقې باندې نه (۹) بجې دی او په جومات کې ساعت (ګهړۍ) موجوده وي، که مولوي صاحب ته وويل شي د لمانځه وخت دی نو مولوي صاحب په ځواب کې ورته وايي د وخت مقرر کونکی کافر دی او پيش امام ته داسې ويونکی کافر دی، کله چې له هغه پوښتنه وشي نو وايي زه د رسول صلی الله عليه وسلم اولاده يم او د ابو طالب لمسی يم، هغوی ته هيڅ حق نشته کوم چې د رسول صلی الله عليه وسلم اولادې ته یا پيش امام ته وايي چې لمونځ وکړه، کوم وخت چې د امام خوښه وي لمونځ کوي؟.
ځواب : د امام دا وينا چې د وخت مقرر کونکی کافر دی او امام ته داسې ويل چې د لمانځه وخت دی کافر دی او امام لره دا حق شته دی کله يې چې خوښه شي نو لمونځ به کوي او امام ته داسې ويل چې لمونځ وکړه دا د هغه توهين دی دا ټولې خبرې غلطې دي، امام ته پکار دي چې د لمونځ کونکو د آساني لپاره وخت مقرر کړي (وټاکي) او په ټاکل شوي وخت باندې لمونځ وکړي که نه نو بيا په خپله ګنهګار دی ([2]).
د اذان او جماعت په مينځ کې څومره وقفه پکار دی
پوښتنه : له اذان وروسته مقتديانو ته څومره وخت انتظار کول پکار دي؟.
ځواب : کم له کمه پنځلس دقيقې وقفه د اذان او اقامت په مينځ کې پکار ده، مګر په ماښام کې نه ([3]).
د څو اصطلاحي لفظونو معنا
(۱) زوال : د لمر زائليدل.
(۲) سايه اصلي : هغه سيوری کوم چې د زوال په وخت باقي وي دا سيوری د هر ښار په اعتبار مختلف دی، په ځينو کې زيات وي، په ځينو کې کم وي او په ځينو کې بيخي نه وي، لکه په مکه مکرمه او مدينه منوره کې، د زوال او سايه اصلي د پيژندلو لپاره آسانه تدبير دا دی چې يو سم لرګی په آواره زمکه باندې ودروی او تر کومه ځايه چې د هغه سيوری ورسيږي په هغه ځای باندې نښه وکړی، بيا وګورئ چې هغه سيوری له همدغې نښې څخه وړاندې روان دی او که شا ته را روان دی، که چيرته وړاندې روان وو نو پوه شئ چې تر دا وخته زوال نه دی شوی او که شا ته را روان وو نو زوال شوی دی، که چيرته يو برابر وو نه وړاندې روان وو او نه شا ته راتلو نو دا پوره د زوال وخت دی، ديته استواء ويل کيږي.
(۳) يو مثل : يعنې چې له اصلي سيوري پرته د هر شي سيوری د هغه برابر شي.
(۴) دوه مثلين : يعنې چې له اصلي سيوري پرته د هر شي سيوری د هغه دوه چنده شي ([4]).
([1]) فتاوی فريديه، ۲ : ۱۶۰، بحواله : الدرالمختار مع ردالمحتار، ج : ١، ص : ٢٦٥، مطلب لو ردت الشمس بعد غروبها.
([2]) کفايت المفتي، ۳ : ۶۵ – ۶۶، ستر مفتي حضرت مولنا مفتي محمد کفايت الله دهلوي رحمه الله
([3]) کفايت المفتي، ۳ : ۷۱، ستر مفتي حضرت مولنا مفتي محمد کفايت الله دهلوي رحمه الله
([4]) مسايل رفعت قاسمي، ۲ : ۴۳ – ۴۴، حضرت مولنا محمد رفعت قاسمي .


















