شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ثاني ګورګیــــــــن او مرموزې وژنې؟!

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 11, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
11
ځلې شریک شوی
140
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

۲۱۰۶/۴/۱۱

لیکنه : انجینیر حامد سیلاب

فرید د کندهار ښار د نهمې حوزې آمر دی،نوموړی د جنرال رازق لپاره د جاجو څخه وروسته دوهم نمبر رازداره او د ټولو مرموزو وژنو مسؤول دی، جاجو هغه قومندان و چې په کندهار ښار کې یې د لیکوالې او شاعرې (مینه انتظار) پر شخصی حریم برید کړی و، د هغې ګاڼه او نور یې غلا کړي وو، سره له دې چې آغلې مینې انتظار کابل ته راغله او محاکمو باندې وګرځيده خو چا یې غږ وانه ورېده تر دې چې طالبانو يه یوه استشهادي برید کې د مینې انتظار په ګډون د سلګونو کندهاریانو په زخمونو مرهم کېښود، قومندان جاجو یې چې د بې ننګۍ او بې عزتۍ سمبول و قتل کړ، د جاجو له وژلو وروسته اوس فرید د قومندان رازق خاص کس دی چې ورباندې حساب کیږي، ده یوازی په تېره میاشت کې تر دېرشو ۳۰ زیات کسان (محصلین،طالبان،ځوانان،عوام) تري تم کړي دي.

دی د نهمې حوزې آمر دی؛ خو په ټول ښار او ولسوالیو کې د چاپو وهلو او عملیاتو دترسره کولو صلاحیت لري، دوه د تورو هېندارو والا بی لمبر پلیټه فلډر موټران لري، چې د ښار له مختلفو ساحو څخه خلګ پورته کوي او بیا يې درک معلوم نه وي چې څه شو؟ چېرته لاړ؟ یاد سفاک او ظالم قومندان یوازې په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا پنځوس بې دفاع افغانان په مختلفو پلمو په شهادت ورسول چی شهید بشیر احمد ریان هم د همدې قومندان موټرونو پورته کړی وه. .چې موږ یې شهادت هم ولید او په درد یې دردمن شوو.

جنرال رازق خلګ د ښار څخه څنګه پورته کوي او بیا يي څنګه ورکوی ؟

رازق چې په کندهار کې د ظلمونو،شکنجو او تعذيبونو اوږده سابقه لري په ښار کې دوه دتورو هېندارو والا فلډر موټران خوشي کړي دي، بس په ښار کې ګرځي هر څوک يې چې په زړه ښه ونه لګیږي هغه ځان سره پورته کوي او هېڅ باک هم پرې نلري.

دوی به پخوا هم همداسې کول، خلک په نامعلوم لامل به يې تر خپلو شکنجو او تعذيبونو لاندې ونيول، تردې چې بيا به یې بې روحه جسدونه په دښتو، ريګونو، ويالو، غرونو او بيدياوو کې وغورځول. چې دغه دنده مخکې جاجو پر مخ وړله خو جنرال رازق اوس د هغه په ځای دغه دنده د نهمې حوزې امر «فريد» ته چې په عينو مينه کې يې د خلکو د وينو په قيمت ځان ته خپل تعمير اخيستی سپارلې او هغه یې په ډېر صداقت پرمخ وړي.

د رازق شخصي زندانونه په کندهار کې رازق هسې د يوه سمبول په شکل د دولت د يوه قومندان په توګه ياديږي خو په حقيقت کې هر هغه څه چې دده طبيعت يې وغواړي د خپلو يوه ډله ملګرو په واسطه یې ترسره کوي، رازق هلته يو شمير نور کسان هم لري چې هر چاته خپل مسووليت په غاړه اچول شوی او هرچا ته له هغه مال څخه چې د ولس له خلکو نه یې په زور او پلمو تر لاسه کړي وي، خپله برخه ورکول کیږي.

رازق د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې څو ځايه خپل شخصي زندانونه لري چې هلته یې هرڅه د خپل طبيعت او خوښې مطابق ترسره کيږي، هغه خلک چې د رازق په زندانونو کې يې شپې ورځې تيرې کړي دي، له باګرام، پلچرخي، او نورو ګڼو زندانونو څخه ترې بدې او زړه بوږنونکې خاطرې لري.

ددغو زندانونو له جملې څخه يې يو زندان د منډيګک ماڼۍ ته څېرمه د ارتباط خارجه رياست سره دی، بل يې په نهمه حوزه کې د (فريد شرابي) په واک کې دی او بل يې د ولايت په مرکز کې دی چې مسؤول يې قومندان عصمت دی پر دې سربېره نور ډير شخصي زندانونه هم شته چې مشري يې رازق کوي او نور چاپلوسان یې شوم پلانونه او اوامر ترسره کويڅه چې رازق ورته وايي هم هغه ترسره کوي. که دقیقه څېړنه يې وشي قومندان رازق به هغه څوک وي چې په افغانستان کې به يې تر ټولو زيات بې ګناه خلک په شهادت رسولي وي او هغوی چې معلوم نه دي او رسنۍ او خلک پرې خبر نه دي شمېر یې سلګونو ته رسیږي او ځينې که خبر هم دي له دې ويرې حال نه وايي چې که د کوم بې ګناه شهيد د کورنۍ غړي غږ پورته کړي نو د هغې ټوله کورنۍ له ګواښ سره مخ کيږي او هېڅ مراعت ورسره نه کيږي او د مرګ او وژلو امکان یې هم ډېر دی، نو ځکه خلک پټه خوله پاتې دي. خو دا ځل چې يې د پوهنتون بې ګناه محصل بشير احمد ريان په شهادت ورساه دا موضوع ځکه راپورته شوه، چې ريان خلکو پېژنده او د ريان په شخصيت او هدف خلک خبر وو، چې يوازې یې خپل تحصيل کاوه او په علمي او ادبي ډګر کې يې خپلې هلې ځلې کولې او د هغه خواخوږي او کورنۍ د رزاق له تهديدونو څخه ونه ډار شول او په زغرده يې د خپل شهيد د انتقام اخيستلو غږ پورته کړ، خو دا چې په نظام کې داسې څوک نشته چې د يو حاکم او واکمن ظلم ته دې ظلم ووايي نو هيڅوک به د نظام له منځه راپورته نه شي او په رزاق به دا غږ ونکړي چې تا ظلم کړی. خو الله ج غيرتي ذات دی هغه به هيڅکله د مظلومانو وينې عبثې نه کړي او يوه ورځ به وي چې الله ج به د شهيد ريان په شمول د زرګونو شهيدانو انتقام له ظالم قومندان او د هغه د کاسه پاکانو څخه واخلي. د مظلومانو د انتقام اخیستنې او د ظالمانو د بشپړې تباهۍ په هيله.

مخکینې مطلب

د افغانستان په جنوب کې ډرون حملو ۲۵ اربکیان وژلي

بل مطلب

آیا رښتیا هم افغانستان او پاکستان یو پر بل بې باوره دي؟

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com