کابل ټکی کام ۲۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
نن سهار شاواخو ۷ بجې پلازمینه کابل کې د پوهنې وزارت د مامورینو پر موټر چاودنه ترسره شوه.
دغه پېښه د کابل ښار په بګرامیو کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین په مټ ترسره شوې ده.
د ځایي مسئولینو د څرګندونو پر اساس چې په دغه حمله کې یو تن وژل شوی دی، او ۷ تنه نور ټپيان دي.
د پوهنې وزارت مسئولین وايي، چې د دغې حملې هدف د دغه وزارت کارمندانان وو.
د افغانستان د معارف وزارت ویاند مجیب مهرداد ویلي دي، د دغه وزارت د کارمندانانو پر موټر د رفتار په حالت کې ماین چاودېدلی دی، چې په پایله کې یې یو مسافر وژل شوی، او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
تراوسه پورې د دغې حملې پړه چا نه ده منلې.


















